IQNA

سني عالمانو معظم رهبر ته د داعش د تسلط د خاتمې مبارکي وويله

23:37 - November 23, 2017
د خبر لمبر: 3480810
نړیواله ډله: سني علماو د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته د مقاومت د کاميابۍ او د داعش ترهه ګرې ډلې د نابودۍ مبارکي وويله.
سني عالمانو معظم رهبر ته د داعش د تسلط د خاتمې مبارکي وويله
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، iuvmp خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ايران نامتو سني علماو نن په يو پېغام کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته د مقاومت د محاذ د کاميابۍ او د داعش ترهه ګرې ډلې د نابودۍ مبارکي وويله.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د سنيانو د ديني علومو د مدرسو د پلانونې د شورا د غړي په شمول د ايران د اسلامي جمهوريت نامتو سني عالمانو په دغه پېغام کښې وويل:د معظم رهبر لارښونو د داعش په مقابل کښې د مقاومت د محاذ د جنګياليو په کاميابۍ کښې مهم رول لرۀ.
د ايران نامتو سني عالمانو همدارنګ تاکيد وکړ چې له داعشه په وروسته دوران کښې به د اسلامي امت د ځوانانو ترمېنځ د تندلارو ډلو د راتلونو فتنو له بيانولو څخه يوه شېبه هم غفلت ونکړي.


captcha