IQNA

کله چې میانمار د سولې کانفرانس پيل کوي

10:59 - March 07, 2018
د خبر لمبر: 3481089
نړیواله ډله: د میانمار حکومت چې په دې ورځو کښې د روهینګیا مسلمانانو اقلیتې حقوقو سرغړونو په دلیل د بشري حقوقو نړیواله سازمانونو نیوکو سره مخامخ دی، غواړې د راروان کال په اردیبهشت میاشته کښې د «په ۲۱ پېړۍ کښې د پانګلونګ سوله» عنوان سره د سولې کانفرانس پيل کړي.
کله چې میانمار د سولې کانفرانس پيل کويد ایکنا راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، په سراسر میانمار کښې د اوربند په اړه د میانمار اجرا کوونکو همغږۍ اومې غونډې پر اساس غواړې د راروان کال په اردیبهشت میاشته کښې د «په ۲۱ پېړۍ کښې د پانګلونګ سوله» عنوان سره د سولې کانفرانس پيل کړي.
د میانمار لارښود آنګ سان سوچی، په دې غونډه کښې ګډون کوونکو نه غوښتنه کړي چې بشپړ ډاډ سره په دې بحثونو کښې ګډون وکړي.
هغه دې ته اشارې سره چې دې میانمار لپاره بي له مناسبه الګو څېړنو نه په دغه هیواد کښې د فدرال حکومت جوړولو په اړه ځنې شکونو او نیوکو سره د سولې مرسته نه کېږي. د نژادی وسله والو او د امنیتي ځواکونو ترمنځه د خبرو اترو غوښتنه وکړه او له دغه ډلو یی غوښتنه وکړه چې دا دعوت قبول کړی او په غونډه کښې په دغه خبرې اترې وکړي.
د میانمار لارښود همدارنګه له سولې غوښتونکو غوښتنه وکړه چې له دې فرصت نه په دې هیواد کښې د دموکراسی غوښتونکو او د ګډون کوونکو ترمنځه تفاهم ته رسېدلو لپاره استفاده وکړي.
د میانمار حکومت په داسې حال کښې د راروان کال په اردیبهشت میاشته کښې د سولې کانفرانس پیل کوې چې د بودایی ملېشې او پوځ په بریدونو کښې د دې کال مرداد میاشتې نه د راخین په ولایت کښې د روهینګیا مسلمانان خلاف بریدونه ادامه لري او تراوسه ۷۰۰ زره مسلمانان له دغه هیواد نه بنګلادېش ته کډوال شوي.
یادښتونه؛ په میانمار کښې په کال ۲۰۱۵ کښې د اوربند تړون باندې لاس لیک نه ورستو، د ۱۲ پېړۍ د پانګلونګ سولې کانفرانس پیل کولو مشوره سره د دغه کانفرانس په کال ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کښې پیل کېدو نه ورستو دې درېمه دوره پیل کېږي.
دا نوم د میانمار خپلواکۍ اتل نګ ساز په اړه لاس لیک شوي تاریخي تړون ته اشاره کوي چې په کال ۱۹۴۷ کښې د فقید سوچی او جنرال آنګ سان له اړخه په پانګلونګ ښار کښې پایلې شوي وه او په هغې کښې نژادي ډلې د خپلواکۍ نه ورستو  میانمار سره د یو کېدو ژمنه کړي وه.
http://iqna.ir/fa/news/3696586
captcha