IQNA

دپيړۍ دمعاملې دپلان په وړاندې دفلسطیني ملت بشپړملاتړکوو

11:20 - September 21, 2018
د خبر لمبر: 3481525
نړیواله ډله: د لبنا ن دحزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشی په یمن کې د آل سعود رژیم جنایتونو او دد غه هیواد دخلکو مظلومیّت ته په اشارې سره ، پر درستو مسلمانو اوعربی هیوادونو غږ کړی ، چې د یمن د مظلوم ولس په ضد دسعودی عربستان دتیریو په وړاندې دې چپتیا نه کوی .

زمونږخبریال راپورراکړ دلبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ  عمومی منشی سید حسن نصر ا.... بیګا  په  هغې وینا کې چې  د لبنان د بیروت په جنوبی سیمو کې د  لکونو حسینی  عزادارو  لپاره  په ویډیوئی کنفرانس کې   خپرې شوی ، ووئیل ، صهونیسټان  پوهیږی،  چې  د مقاومت چورلیز  لازیات قدرتمند اوپیاوړی شوی دی او    نوی هیوادونه او ملتونه   له صهونیستی دښمن سره  دمبارزې له لړۍ سره  یو ځای شوی دی.

  د لبنا ن دحزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشی   په یمن کې  د آل سعود رژیم  جنایتونو او دد غه هیواد   دخلکو  مظلومیّت ته په اشارې سره ،  پر درستو  مسلمانو اوعربی هیوادونو غږ کړی ،  چې  د  یمن   د  مظلوم ولس په ضد دسعودی عربستان  دتیریو په  وړاندې  دې چپتیا نه کوی .

  هغه همدرااز  دایران له ملت او  حکومت سره   خپل پیوستون اعلان کړ او وې وئیل ،   ایران کلابند او بندیزوه پرې لګول کیږی، ، ځکه چې   اسلام ته پابند دی او  نه غواړی، د امریکا سرزوریو ته تسلیم شی  څو  دهغوی شتمنۍ او سرچینې  لوت او چورتالان شی .

 حسن نصر ا... په دوام کې ووئیل ،  ایران تل  د  نړۍ د مستضعفوملتونو ،دلبنان   د ولس او دغه راز د فلسطین د ملت ترڅنګ  دریدلی  او لومړنۍ هیواد ؤ چې  کله   داعشی تکفیریانو   عراق ونیوۀ، نو دعراقیانو  چغې ته ئې  لبیک وئیلی او   د سورئې   دبحران له هماغه پیله  هم د دغه هیواد د ولس اوحکومت تر څنګ ولاړ دی او له ترهه ګرۍ سره  ئې مبارزه کړې ده .

   دحزب ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشی  ووئیل ، اسرائیل  په سیمې کې  له جنګ  په تیره بیا  له  لبنان سره  له  هر ډول ښکلیدا  ویره لری ، ځکه   چې د صهونیستی دښةن  کمزوری ټکی زیات  شوی  او دغه رژیم ښه پوهیږی ،    هر ډول جنګ به دهغو لپاره  ډیرې خطرناکې پایلې ولری .

http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i76631

captcha