IQNA

په فلیپین کښې ترور شوې د جومات امام جنازه

0:16 - December 10, 2018
د خبر لمبر: 3481746
نړیواله ډله: د فلیپین نظامي اکاډمۍ جومات امام، عبدالله بیدجیم چې د زیارت په سهار یو نا معلومه کس هغه ترور کړې وو د دغه هیواد د ښاریزه مسلمانانو په شتون کښې جنازه ترسره شوه.

د ایکنا راپور له مخې، د الجزیرة نټ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د فلیپین په لسګونو مسلمانانو پرون د فلیپین نظامي اکاډمۍ جومات امام، عبدالله بیدجیم چې د زیارت په ورځ د دغه هیواد د باګیو ښار د اسلامی روزنو مرکز ته مخامخ ترور شوې وو، جنازه وکړه.
عبدالله بیدجیم ۵۵ کلن وو چې په ۱۵ آذر باندې د زیارت په ورځ په سر او په زړه څلور ګولۍ د یو نا معلومه کس له اړخه ؤ وویشتلې شو چې د مرګ سبب یی وګرځېدې.
د فلیپین نظامي او د فارغ التصحیلان اکاډمۍ د یوې بیانیه ورکولو سره دغه ترهګرې محکوم کړې او لیکلې دې: د دې پوهنتون د جومات امام له ۱۷ کالو رسې دینی او روزنې پروګرامونه په دغه جومات کښې وړاندې کول او د جومات په پراختیا کښې رول لرې وو.
د بیانیه په ادامه کښې یی د دغه ستر شخصیت له لاسه ورکولو باندې د خفګان اظهار کړې چې بیدجیم جومات امام پخپله په دغه نظامي اکاډمۍ کښې او د دینونو ترمنځه د زغم او سولې ګډ ژوند د دینونو ترمنځ د ودې لپاره فعال وو.
همدارنګه په دغه بیانیه کښې د فلیپین د نظامي اکاډمۍ جومات امام د ترور پلان کوونکې او عاملینو په اړه څېړنې ترسره کولو باندې ټینګار کړې دی.
هم په اړه د جومات امام یو ملګرې شمس الدین منیب څرګند کړه: بیدجیم هیڅ خاص او شخصي دښمنې یا د ښار په اقتصادي ګټو کښې کار نه لرلو، خو ولی په ورستو ورځو کښې د سولې، ګډ ژوند او ټولنیزه بيوستون په اړه پیغامونه ورکولو له کبله د ترهګرو ډلو له اړخه ورته ګواښ ورکړې وو.
هغه زیاته کړه: بیدجیم د لوزون سیمې چې د دغه هیواد په شمال کښې واقع ده له فعاله تبلیغي شخصیتونو څخه وو چې په ډېرو سیمو کښې له خپل تقریرونو په سبب یی شهرت لرلو.
http://iqnanews.ru/fa/news/3770337
captcha