IQNA

دایران داسلامی انقلاب د مشر دپیغام په لرلید کښې نوی کال

23:00 - March 23, 2019
د خبر لمبر: 3482048
نړیواله ډله: د مشکلاتو د زیات او دستر ښودل د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام پرضد د رواني او د تبلیغاتي جنګ په چوکاټ کښې د امریکا هدفونه دي.
د ایکنا راپور له مخې، د پشتو راډیو تهران خبرونو ویبپانې نه په نقل، دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د ۱۳۹۸ هجری لمریز کال د پیلیدا په مناسبت په یوه (۱) پیغام کښې نوی کال د «رونق تولید» یعنی د تولید دغوړیدا کال ونوموه .
هغه حضرت د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال په جاجونې کښې دغه کال له ماجرا ډک وباله او جوته یې کړه دښمانانو په دغه کال کښې د ایران لپاره ډیر پلانونه جوړ کړی وو خو دایران ملت په حقیقی معنا وځلید او د ځوانانو په  همت ، بصیرت او سترتوب  سره د هغوې(دښمانانو) پلانونه یې شنډ کړل .
دایران ستر ملت نن په داسې حال کښې نوی کال پیلوی چې په قدرت سره یې په تیر هجری لمریز کال کښې خپل ماتی نه منل دښمانانو ته وروښودل او یوهیړ د امریکا د دسیسو او د اروپا د دباونو په مقابل کښې ودریده او ویې ښودله چې د اسلامی انقلاب په ایډیالونو او اصولو تکیې سره د نړیوالو قدرتونو سلطه غوښتنه له چیلنج سره مخامخ کولای شی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود ددغه ستر حرکت د اهمیت په بیانولو سره په سیاسی او اقتصادی ډګرونو کښې د امریکا او داروپا سختو بایکاټونو ته د ایران دخلکو غبرګون له قدرت څخه ډک او محکم وباله او زیاته یې کړه ددغه غبرګون د بیلګې په سیاسی ډګر کښې د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې(۲۲) نیټې ستر لاریونونه او په ټول کال کښې د ایران دخلکو دریځونه وو او د اقتصادی ټکر په ډګر کښې هم د علمی او دفنی نوښتونو زیاتیدل ، د دانش بنیان شرکتونو اوڅاره زیاتیدل ، د بندرعباس د تیلو د ستر چاڼ ځاې د پرانیستلو او د جنوب د ګازو د ډیرو فازونو په  پرانیستل په کیدا او د داخلی اساسی او بیخ بنایی تولیداتو په زیاتیدا  سره  دایران ملت وتوانید د دښمانانو د خباثت او د دښمنۍ په مقابل کښې خپل قدرت ، عظمت او هیبت وښیی او دایران د اسلامی جمهوریت نظام او انقلاب او ملت خپل عزت هم زیات کړ .
د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود په خپل پیغام کښې په حقیقت کښې مهمو مولفو(ټکو) ته اشاره وکړه چې د ایران  دملت د اقتدار او د عزت بیخ بنایی او اصلی چورلیز جوړوی .
د امریکا او د اروپا د اقتصادی او د سیاسی دباونو په مقابل کښې د ایران دملت پایدارۍ په هغو چارو کښې راځی چې په تیر هجری لمریز کال کښې  له سخت پړاو تیر شو او د وحدت او د کوټلتیا په ساتلو سره په بریالی ډول او په سرلوړۍ سره له دغه پړاو ووت .
دغه پایدارۍ وښودله چې دایران ملت له اقتصادی مشکلاتو او سختیانو سره سره زور ویونکو هیوادونو ته نه تسلیمیږی .
خو بله مهمه مولفه چې د ایران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د نوروز په پیغام کښې ورته اشاره وشوه د دانش بنیان تولید او په  ډول ډول اقتصادی برخو کښې د خپلو داخلی ظرفیتونو د کارولو په زمینه کښې دایران دملت ځلیدل دی .
دغه حرکت له ستراتیژیک اهمیته برخور دی او د بایکاټونو د دباو په کمیدا کښې یې د پام وړ اغیز لرلی دی .
د ایران د اسلامی انقلاب سترلارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په همدې زمینه کښې د تیر هجری لمریز کال (۱۳۹۷)له شعار یعنی دایران د شیانو د ملاتړ له شعار  او دهغه له مثبتو اغیزونو د ایران دخلکو هرکلی ته په اشارې سره وویل روان کال اصلی او چورلیزی مسله د تولید مسله ده ځکه که چیرې تولید دوام ولری هم  اقتصادی او هم د کارروزګاز مشکلات هواریږی او هم به  پردیو او دښمانانو ته د هیواد د نه محتاجیدا سبب شی او حتی د ملی  پیسو د ارزښت دکمیدا مشکل تر ډیره حده حل کولای شی ، پردې اساس ما د روان کال شعار «رونق تولید »ونوموه .
د تیرې کال تجربې او د اقتصادی او د سیاسی بهیرونو په ټیټو هسکو کښې پیچلیو ماجرو(بلاغوښتنو) وښودله چې ددښمانانو یو(۱) اصلی هدف د ناهیلی رامینځته کول او د اسلامی جمهوری نظام له بې بدیله بریاو څخه په  انکار کولو او په سطحی توګه په فکر کولو سره په سیاسی او اقتصادی ډګرونو کښې بندون ته د رسیدا د احساس رامینځته کول دی .
په دې بهیر کښې د ټولنې په ذهن کښې د مشکلاتو د زیات او دستر ښودل د ایران د  اسلامی جمهوریت د نظام پرضد د روانی او د تبلیغاتی جنګ په چوکاټ کښې د امریکا هدفونه دی.
له دې نظره د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود پیغام او په نوی کال کښې د« رونق تولید» د شعار انتخابیدل د ایران دملت مخ ته روښانه افق او لیرلید انځوروی چې د ایران ملت څرنګه کولای شی د دښمانانو دخباثت  او دښمنۍ په مقابل کښې په پایدارۍ سره هغوې ته خپل قدرت ، عظمت او هیبت وروښیی .
captcha