IQNA

په فلیپین کښې د حلال ملي نښې لومړي پرانیستا

22:34 - July 09, 2019
د خبر لمبر: 3482290
نړیواله ډله: د فلیپین «حلال» ملي نښه(لوګو) په رسمي توګه د دغه هیواد تجارتي او اقتصادي چارواکو شتون سره پرانیستا وشوه.

د ایکنا راپور له مخې، د Pia ویبپاڼې نه په نقل، پرون، ۱۷ تیر باندې د فلیپین حلال صنعت ملي دویمې غونډې په مراسم کښې د دغه هیواد حلال ملي نښې پرانیستا پيل شوه.
په دغه مراسم کښې رامون لویز د صنعت او تجارت لومړي وزیر او فلیپین حلال صادراتو پراختیا سازمان مشر وویل: د دغه نښې عملي کول د فلیپین د حلال صادراتو شورا او فني ډلو بېلابېلو مشورتي غونډو حاصل وو چې سره د هغه کسانو چې په اسلامی دینی ډلو بوخت وو.
د فلیپین حلال لوګو نه د په کارېدو جواز له هغه محصولاتو او یا خدمتو سره تړون لرې چې د فلیپین ملي حلال جواز په طرحه کښې او له دغه سره تړون لرونکې نورو قوانین سره سمون ولرې.
فلیپین په ورستو کلونو کښې د حلال خدمتو او محصولاتو په ډګر کښې زیات پانګونه اچولې ده. د حلال سیل ارزونو سازمان کرسنت د راپور له مخې دغه هیواد دا اراده لرې چې خپله ګټه له د حلال نړیواله بازار نه په پراخه توګه زیاته کړې.
http://iqna.ir/fa/news/3825704
captcha