د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان د فراه امنیتي چارواکی ادعا کوی ، طالبان ّپه دغه ولایت کې له جوماتونو څخه د افغان ځواکونو پر ضد جګړه کې د ډال په توګه استفاده کوي.
د فراه ولایتي شورا له مقدسو ځایونو څخه د طالبانو د سپر په توګه استفاده غندلې ده.
د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي وايي، دا لومړی ځل نه دی چې فراه کې طالبان له جومات نه د سپر په توګه استفاده کوي، بلکې د نعیمي په خبره وروستیو کلونو کې طالبان د خلکو له کورونو، ښوونځیو، جوماتونو څخه د سپر په توګه کار اخلي
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د زیاتره سیمو اوسېدونکي وايي، طالبان د کلیو جوماتونو ته خلک د لمانځه لپاره نه پرېږدي او هر ځای کې یې چې زور ډېر وي د همغه ځای جوماتونه یې خپلې قرارګاوې او ټریننګ مرکزونه ګرځولي دي.
طالبان اکثره جوماتونو کې ماینونه هم جوړوي چې څو څو ځله پرې جوماتونو کې خپل ماینونه هم چاودلي دي.