هغه نن په یوه(۱) پیغام کښې وویل د سعودي عربستان د تیریګر رژیم لخوا د یمن د کشتیو نیول هغه هم په داسې شرایطو کښې چې کورونا ناروغۍ په یمن کښې د زیاتیدا په حال کښې ده او د دغه هیواد روغتونونه پیټرولو او طبي تجهیزاتو ته زیات ضرورت لري د ګوډاګیانو د زیات څاروي توب او د سولې په خبرو کښې د هغوې د جدیت د نه ښودلو نښه ده .
مخکې د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده بندر مسولانو ویلي وو د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف سمندري ځواک څه دپاسه شل (۲۰) کشتۍ چې پینځه زره (۵۰۰۰) ټنه پیټرول او خوراکي مواد پکښې بار دي نیولي دي .
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د امریکا د بریتانیا د فرانسې د اردن د متحده عربي اماراتو او د اسرائیلو وغیره په ملاتړ او مرستې سره د یمن د بې ګناه خلکو پرضد بریدونو ، بمباریو او حملو او دغه راز له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندیو ته دوام ورکړی .
د سعودي عربستان تیریګر رژیم د یمن څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلک وژلي او په میلیونو نور یې کډوال کړي هم دي