IQNA

امام خميني (رح) او له نورو هېوادونو سره د ايران د اسلامي جمهوريت تعلقات

0:50 - June 03, 2020
د خبر لمبر: 3483213
تهران (ایکنا) - حضرت امام خميني (رح) له دې سره سره چې د استکباري قوتونو په مقابل کښې يې په ټينګ اودرېدونې او مقاومت تاکيد لرۀ له نورو هېوادونو سره په تعلقاتو کښې هم روڼ فکري اصول لرل.

ه نورو هېوادونو سره د تعلقاتو په اړه د امام خميني (رح) په نظريه کښې ترټولو مهم او وړومبنے اصل له اسلامي هېوادونو سره متعلق دے چې د «ملي پالنې» ځاے «امت پالنې» ته ورکوي. امام ملي پاله يا قوم مدارانه نظر يوازې له اسلامي هېوادونو سره تعلقاتو ته نه لرۀ بلکه هغۀ ټول مسلمانان يو واحد امت بلل.

امام خميني (رح) په دې اړه فرمائي: « اسلام يو واحد ملت دے او اسلامي ملکونه د يو ښار د محلّو په شان په خپلو کښې سره نزدې دي او ټول د اسلامي قواعدو له مخې دنده لري چې په خپلو کښې سره يو وي او ټول د توحيد د بېرغ لاندې يو موټے له هغو کسانو سره چې د اسلام خلاف دي مقابله وکړي.»

له نورو هېوادونو سره د تعلقاتو په اړه د امام خميني (رح) په نظريه کښې يو ډېر مهم او بنيادي اصل  د يو بل احترام ؤ. د ايران د اسلامي انقلاب بنسټ اېښودونکي په بهرني سياست کښې له نورو هېوادونو سره په تعلقاتو او معاملو کولو اعتقاد لرۀ، خو د دغو تعلقاتو بنيادي شرط يې د يو بل احترام ګڼۀ. هغه په دې اړه فرمائي: «له ټولو بهرنيو سره به زمونږ تعلقات د متقابل احترام د اصل په بنياد وي. په دې لړ کښې نه د چا ظلم ته تسليميږوو او نه به په چا ظلم وکړوو.»

د همدې نظريې په بنياد دي چې هغه له دې سره سره چې په پهلوي دور کښې له امريکې سره د تعلق په اړه د کېپيچولېشن مضوع رده کړه، د اسلامي انقلاب په دوران کښې هم د ملتونو په بېدارۍ تاکيد کوۀ او له اسلامي بېدارۍ څخه به يې دفاع کوله.

 له هېوادونو سره د تعلقاتو په اړه د امام خميني (رح) په نظريه يو بل بنيادي اصل صلح غوښتنه ده. امام صلح غوښتنه د مذهبي اصولو او د يو مذهبي مشر په توګه د خپل مقام په بنياد مطرح کړه او په ټول وجود سره يې په دغه سټراټيجک اصل باندې اعتقاد لرۀ. هغه په دې باره کښې فرمائي: «د ايران ملت او د اسلامي جمهوريت حکومت د قرآن او اسلام سپېڅلو احکامو ته تسليم دي؛ او د قرآن مجيد په حکم ځان د ټولو اسلامي ملتونو او له کلتوري او جغرافيائي لحاظه د مختلفو هېوادونو ايمان وروڼه بولي او له ټولو حکومتونو او ملتونو سره صلح لټونکے او صلح ايز ژوندتېرول غواړي او تر څو چې يو حکومت د هېواد په حريم تېرے ونه کړي او په اسلامي احکامو ژمن وي هغه خپل ورور بولي.

له هېوادونو سره د تعلقاتو په اړه د امام په نظريه کښې يو بل مهم اصل په کورنيو چارو کښې نه لاسوهنه او عدم مداخلت دے. دغه اصل په بهرنی سياست کښې د امام يو ډېر مهم فکري اصل دے. په حقيقت کښې د امام له نظر صلح د يو بل په کورنيو چارو کښې د هېوادونو د نه مداخلت په سيوري کښې رامنځته کيږي.

هغه په دې باره کښې هم په اضحه توګه فرمائي: «مونږ هيله من يوو چې نړيواله صلح دې د ملتونو د خپلواکۍ، د نورو په چارو کښې د نه مداخلت او د سيمې د هېوادونو د زمکنۍ بشپړتيا د اصل د خيال ساتنې په ستنو باندې وګرځي او د دريمې نړۍ او اسلامي هېوادونو په تېره بيا په دې سيمه د هر ډول تېرے د اصولو په خلاف چاره ده.»

د بهرني سياست په برخه کښې د ارواښاد امام  په نظريه کښې دغه اصول په هغو ټولو ادعانو د بطلان يو کرښه ده چې لويديځ قوتونه او په سيمه کښې ځينې وابسته حکومتونه يې د سيمې د هېوادونو په کورنيو چارو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د مداخلت او يا د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د تاوتريخوالي د رامنځته کولو په لړ کښې مطرح کوي.

تهران پښتو راډیو

captcha