IQNA

امریکا او د وینزویلا د تیلي بایکاټ دوام

20:30 - June 04, 2020
د خبر لمبر: 3483218
تهران (ایکنا) - د امریکا خارجه وزیر همداراز د مادورو دولت په دغه هیواد کې د انساني ، سیاسي او اقتصادي بحران مسوول وباله.

د ونزویلا د دولت په خلاف د امریکا د بندیزي سیاستونو له ماتې سره سره، د امریکا دولت هماغه راز په نیکولاس مادورو د فشار د زیاتولو لپاره د بندیزونو د سختولو په لټه کې دی. په دې اړه د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د ونزویلا د څلور تیلي شرکتونو په خلاف د نویو بندیزونو د لګولو خبر ورکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له قدرته د مادورو تر څنګته کېدو پورې د هغه د دولت په خلاف خپل فشارونه زیات کړي.
د امریکا خارجه وزیر همداراز د مادورو دولت په دغه هیواد کې د انساني ، سیاسي او اقتصادي بحران مسوول وباله.
امریکا له ۲۰۱۹ کاله د و ونزویلا د امپریالیزم ضد او کیڼ پالي ولسمشر نیکلاس مادورو د دولت د نسکورولو په هدف د کاراکاس په خلاف په تېره بیا د تیلي او انرجۍ په زمینه کې مختلف بندیزونه لګولې دي. د دغه بندیزونو له مخې د امریکا دولت د ونزویلا له تیلي شرکتونو د تیلو اخستل منع کړې دي. همداراز که نور هیوادونه یا بهرني شرکتونه د ونوزیلا د تیلو د مبادلې لپاره د امریکا له بانکي سسټمه استفاده وکړي، د امریکا له بندیزونو او جرمانې سره مخامخیږي.
د واشنګټن مقاماتو همداراز د ونزویلا د دولت په مختلفو برخو منجمله، اقتصادي، تجارتیي، او بانکي برخو د بندیزونو په لګولو سره هڅه کړې چې د دغه هیواد اقتصادي ستونزې زیاتې کړي او د خپل ملاتړ وړ داخلي مخالفانو په ګټه شرایط بدل کړي. په حقیقت کې د امریکا مقامات هڅه کوي، په ځان پورې د پییلي دولت په جوړولو سره، د لاتینې امریکا په دغه مهم هیواد کې خپلې ګټې تامین کړي او په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کاندي.
د ونزوئلا د بهرنیو چارو وزیر خورخه آریزا په دې اړه څرګنده کړه: د لاتین امریکا يي هیوادونو او کیریبین (Caribbean) ایالتونو د محاصرې له دوام څخه د واشنګټن هدف د دې سیمې د طبیعي سچینو ته لاسرسي او داسي حکومتونو ته قدرت ورکول دي چې د سپینې ماڼۍ په ګټه وي؛ له دې مخې، د سیمې هیوادونه تل د ګودتا، د بې ثباته کړنو، ترهګرۍ، جګړواو د اقتصادي، تجارتي او مالي محاصرو هدف ګرځي.
د واشنګټن له زورونو سره وینزویلا بیا هم خپل
توانیدلی چې د مادورو د پالیسیو، نظامي او ولسي ملاتړ او د ایران، روس او چین په شان د یو شمیر هیوادونو د مرستو له لارې د واشنګټن لخوا رامینځته شوي خنډونه له مینځه یوسي او د امریکا بندیزونو ته ماتې ورکړي. دې کار د امریکا چارواکي په قهر کړي دي، د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن ومنله چې ایران او چین د وینزویلا سره د امریکا د شرمولو لپاره کار کوي. په دې زمینه کښې د امریکا له ټولو ګواښونو سره تیره اونۍ وینزویلا ته د تیلو بار وړونکې پنځه کشتۍ د جبل الطارق او او پرانيستې اوبو له لارې ونزویلا ته تیلو بار رسولی دی چې دې کار د واشنګټن چارواکي ډیر په قهر کړي دي. په بل عبارت، وینزویلا ته د تیلو د کشتۍ رسیدلو ته کولی شو د ایران او ونزویلا په خلاف د امریکې د لوې دباو د سیاست د ماتې په زمینه کښې یو مهم پړاؤ وګڼو.

captcha