IQNA

د کابل امنیت لپاره د ګډو ځواکونو عمومي قومانداني پرانیستل شوه

20:42 - June 04, 2020
د خبر لمبر: 3483221
تهران (ایکنا) - د کابل د امنیت لپاره د ګډو ځواکونو عمومي قومانداني د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شوه.

په دې قوماندانۍ کې د امنتي او دفاعي ځواکونو ارګانونه شامل دي چې د کورنیو چارو د وزارت، د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست یو یو استازی به‌یې د مرستیال په توګه چارې مخته وړي، مشر یې د کابل امنیه قوماندان امان‌الله واحدي ټاکل شوی دی.
چارواکي وایي چې ګډه قومانداني به د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفیذ لپاره هڅې کوي او له جرمونو سره به مبارزه کوي.
دا عمومي قومانداني په داسې وخت کې جوړه شوې ده چې د کابل په ښار کې جرمونه زیات شوي او خلک شکایت لري

211363

captcha