IQNA

صهیونیسټ رژیم په شیخ صبري جومات ته د ننوتلو بندیز تمدید کړ

11:07 - June 05, 2020
د خبر لمبر: 3483224
تهران (ایکنا) - د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري دغه سپیځلي ځای ته د ننوتلو بندیز له نوور څلورو میاشتو لپاره تمدید کړ.

رژیم صهیونسټو، د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري دغه سپیځلي ځای ته د ننوتلو بندیز له نوور څلورو میاشتو لپاره تمدید کړ.
د الاقصی جومات خطیب شیخ صبري په دې اړه وویل: دا د نیواکګرو طبیعت دی چې هڅه کوي مونږ چپ کړي او دوي په غیر قانوني توګه جومات ونیسي.
هغه ټینګار وکړ: مونږ به تل د الاقصی جومات خوا ته یو او له دې سپیځلي ځای به دفاع وکړو.
اسرائيلو په دې وروستو کښې د سږکال په جنوري میاشته کښې د یو حکم ورکولو سره مسجد الاقصی ته د شیخ صبری ننوتلو باندې د څلور میاشتو لپاره بندیز لګولۍ و.
شیخ صبري چې د الاقصی جومات له اسلامي ملکیت څخه دفاع کوي له صهیونیسټو پوځیانو لخوا په لمسونکې عمل تورن کړی دی.
3903000

captcha