ایکنا خبري آژانس د عرب نیوز له قوله راپورراکړ په دغه سټال کې کتونکي په قرآن سره دمسجد الحراماومسجدالبني د معمارۍ او له دغو دوو جوماتونو سره اړونده دمکتوبو دمیرات له تاریخ سره بلدیدلی شي .
دغه نندارتون د کابو زرو داخلی اوبهرنیو خپرونو په ګډون سره ترسره شوی دی .
ددغه سټال مسئول احمدالشو یر په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،مونږ دغه مبارک آثار، لا غوره او دغه میراث په کلتوري مشال بدلوو چې د اسلامی اوعرب ملتونه ورڅخه الهام واخستل شي.
په دغه سټال کې دقرآن کریم هغه نسخې هم نندارې ته وړاندې شوي دي چې نوي کاله پخوانۍ دي . پر دې سربیره پر نندارچیانو د علمي خپرونو نسخې هم ویشل کیږي .
د ریاض دکتاب نړیوال نندارتون د تلې یا میزان دمیاشتې له نهمې پيل شوی او د همدغې میاشتې تر اتلسمې نیټې پورې به دوام ومومي .
https://iqna.ir/fa/news/4002944