IQNA

د رسول الله د نیکمرغه زوکړې،رحمتونو،برکتونو او خوشالۍ میاشت ربیع الاول دې پرټولو مبارک وي

14:01 - October 08, 2021
د خبر لمبر: 3484755
تهران(ایکنا)  د ربیع الاول دمیاشتې په لومړۍ ورځ د پیغمبر اکرم(ص) او دحضرت امام علی علیه السلام د زیارت لوستل ،روژه ساتل یو مستحب عمل دی او په حدیثونو کې ئې ډيره سپارښتنه شوې ده .ددغې ورځې لپاره ځيني مخصوصې دعاګانې  هم ښودل شوي دي .

 

 

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ،د صفرې میاشت ختم شوي  او د ربیع الاول مبارکه میاشت پیل شوې ده ،دغه میاشت د زړونو سپرلی هم بلل شوی . یوه داسې میاشت چې   د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه زوکړه هم په همدې میاشت کې ده  او دا به د اسلامی امت دوحدت ، اخلاقو ،مهربانۍ  او د یوه بل داحترام ځيری وي . دا میاشت هماغه شان چې  له نامې ئې معلومه ده ، دمیاشتو سپرلی دی ، ددې لپاره چې په دې کې  دخداوندمتعال د رحمت آثار ښکاره دي .

د ربیع الاول میاشتې لومړۍ شپه لیلةالمبیت نومیږي ،هغه شپه چې پیغمبر اکرم پکې له مکې د مدینې منورې په لور هجرت وکړ او حضرت امام علی علیه السلام  د رسول ا... بزرګوار د ژوند د ساتلو لپاره  دهغه بزرګوار په بسترې کې څملاست.

ددغې مبارکې میاشتې د لومړۍ  ورځې لپاره ځیني مستحبات ذکر شوي دي چې په هغو کې ددغې میاشتې په لومړۍ ورځ د روژې ساتل داسلام دګران پیغمبر او دامام علی  د سلامتیاد شکرانې په خاطر  او دغه راز په دغې ورځې د پیغمبر کرم  اود امام علی  علیهم السلام د زیارت لوستل شامل دي اوددغو مستحب عملونو دترسره کولو  ډيره زیاته سپارښتنه شوې ده.  البته په دغې ورځې غسل کول او دعطرو لګول  هم ډير زیات ثواب لري  وزه.

https://iqna.ir/fa/news/4003063

captcha