ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دپآکستان د بلوچستان صوبې دپولیسو په یوې خبرتیا کې وئيل شوي چې نن مازدیګر دبلوچستان پوهنتون محصیلینو دځينو غوښتنو په دوام کې مظاهره کوله چې ددغې مظاهرې دامنیت لپآره په سیمې کې پولیس هم موجود ؤ د مظاهرې په دوام سره دسړک یوې غاړې ته په موټل سائيکل کې کیښودل شوی بم وچاودید، چې پولیسو مسئولانو وئيلي دي ترهه ګرو پولیس په نښه کړي دي او په دغې پيښې کې وئيل کیږي ،یو پولیبس وژل شوی او ځيني نور هم مرکي حاله راپور شوي دي .
امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته رسیدلي دي او سیمه یې کلابند کړي ده . تر وروستیو پورې ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې البته وئيل کیږي ،چې دپاکستان په بلوچستان صوبې کې تکفیري ترهه ګرو او بیلتون غواړو دحکومتي اورګانونو او دعامو خلکو د په نښه کولو په موخې سره یوډول ائيتلاف جوړ کړی او ورانکار اقداماتو ته ئې دوام ورکړی دی .
پاکستان-- کویټه - بلوچستان - چاودنه - تکفیری - طالبان- ترهه ګري
https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i107072