IQNA

د سیمې هیوادونه دې د صهیونیسټ رژیم د شتون په هکله دقت وکړي

21:53 - October 18, 2021
د خبر لمبر: 3484822
تهران (ایکنا) -د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د سیمې هیوادونه په خپلو ټاټوبوکښې د صهیونیسټ رژیم د شتون په هکله باید ډیر دقت ولري .

ایکنا خبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ  ،د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعیدخطیب زاده نن له خبریالانو سره په اونیزې خبري غونډې کښې د ایران په شمال لویدیځو سرحدونو کښې د اذربایجان جمهوریت د وروستۍ پوځي مانورۍ په هکله د ایران پریس خبري اژانس د خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې دغه موضوع په هر هیواد کښې یوه (۱) طبیعي چاره وبلله او ویې ویل د پوځي مانورو له موضوع چې ورتیر شو د هغو ناامنیو په هکله چې په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم له ناروا شتون څخه جرړه اخلي د سیمې ټول هیوادونه باید په ډير دقت سره پام وکړي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده دې ته په اشارې سره چې د صهیونیسټ رژیم ذات په وینې ، تاوتریخوالي او ټرور کښې دی وویل ګاونډیو هیوادونو ته مو په دوستانه ډول او له بیلابیلو لارو ټینګار کړی دی چې تهران خپلو سرحدونو ته نږدي د صهیونیسټ رژیم شتون نه زغمي .

خطیب زاده دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران هیڅکله د امریکا لپاره وارمخکې شرط نه دی ټاکلی ځکه چې امریکا د اټومي تړون غړی هیواد نه دی وویل ترننه پورې ټولې خبرې اترې د ملګروملتونو د امنیت شورا په  دوه زره دوه وسوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک کښې خپلو ژمنو او هغو وعدو ته چې امریکا په اټومي تړون کښې کړي دي او په یواړخیزه ډول له اټومي موافقې وتلي ده  د امریکا د بې قید او شرط پرته او په اغیزشیندونکي ډول د ورستنیدا او د ایران پرضد د ظالمانه ، غیر قانوني او له سرحدونو ورهاخوا بایکاټونو په کامل ډول د لغو کیدا لپاره دي .

خطیب زاده په دې خبرې سره چې ایران په عراق کښې د پارلمان د انتخاباتو د ترسره کیدا هرکلی کوي وویل هغه څه چې په عراق کښې رامینځته کیږي کورنۍ مسله ده او د دغه هیواد په خلکو او سیاسي  ګوندونو پورې اړه لري .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده دغه راز د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په هکله وویل مونږ به په راتلونکي چهارشنبې ورځ په تهران کښې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو کوربه وو او د شپږو (6) هیوادونو خارجه وزیران به متمرکز وي چې څرنګه کولای شي د ټولو قومونو په ګډون سره په افغانستان کښې د یوه(۱) ټول شموله حکومت له جوړیدا او په افغانستان کښې د امنیت او د سولې له راتلونکي سره مرسته مرسته وکړي

https://parstoday.com/ps/news/iran-i107036

captcha