IQNA

قران مجید څه وايي/2

خدای پاک ج انسان په ځمکه باندې خپل ځای ناستی ګرځولی

15:04 - May 21, 2022
د خبر لمبر: 3485816
تهران(ایکنا) کله چې خدای پاک انسان وپنځوه او هغه یې په ځمکه باندې خپل ځای ناستی وباله ،

فرښتو په یوې پوښتنې سره چې د انسان  له فضائیلو څخه په انکار مشتمل و ، له خدای څخه پوښتنه وکړه :« ایا په ځمکه باندې داسې څوک ګومارې چې پکښې فساد وکړي » او خدای په ځواب کښې وفرمائیل زه په داسې شیانو پوهیږم چې تاسو پرې نه پوهیږئ ».«وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ:

او څرنګه چې د ستا پروردیګار فرښتو ته وویل :« زه به په ځمکه باندې خپل ځای ناستی وګمارم » فرښتو وویل : ایا په ځمکه باندې داسې څوک ګمارې چې پکښې فساد وکړي او وینې توې کړي ؟ حال دا چې مونږ د ستا په ثنا سره  تسبیح وایو او تا پاک ګڼو » خدای پاک وفرمائیل زه په داسې شیانو پوهیږم چې تاسو پرې نه پوهیږئ »(بقره/۳۰)

د قران کریم د بقرې سورې دیرشم ایت په ځمکه باندې د خدای لخوا د انسان د خلافت د اعلانولو  او د دغه خلافت په هکله له خدای څخه د ملائکو د پوښتنې او د خدای د ځواب د ورکولو په هکله دی.

دغه ایت د هغو لسګونو ایتونو پیلامه ده چې د پنځون په نظام کښې د انسان په ځایګي ، ځانګړتیاو ، استعدادونو او وړتیاو باندې غور کولو سره د حقیقت په بیانولو ، د خلافت  د اثارو د بیانولو  او په ځمکه باندې د انسان د واکمنۍ په هکله غور کوي .

خدای پاک د دغه ایت په پاې کښې فرښتو ته په خطاب کښې فرمايي : زه په داسې شیانو پوهیږم چې تاسو پرې نه پوهیږئ ». خو خدای له کوم شیانو خبر و چې فرښتې ترې بې خبره وې ؟ډیرو مفسرانو د فرښتو دغه اخیستون په ځمکه باندې له  مخکې د یوه موجود په دلیل بللی دی چې په ځمکه یې فساد رامینځته کړی و .

په «مجمع البیان» کښې د ابن عباس او د ابن مسعود په قول ویل شوي دي فرښتې پوهیدې چې حضرت ادم علیه السلام ګناه نه کوي ، خو څرنګه چې خدای پاک ج هغو ته ویلي وو د ادم ځینې بچیان په ځمکه باندې فساد رامینځته کوي دا ډول پوښتنه یې ترې وکړه .

علامه طباطبايي د انسان په هکله د ملائکو د دغه ډول سوچ  دلیل له غضب او شهوت څخه د انسان برخمنیدل ګڼي .

خو هغه څه چې فرښتې ورباندې نه پوهیدلې ، د خدای پاک ج په  خلیفه کیدا کښې د انسان نهايي کمال دی چې د هغه لاره د دنیا په همدغه ژوند کښې تیریږي : «( الدنیا مزرعه الاخره » د خدای خاص اولیا هم دغه نړۍ ته  له راتلو مخکې لوړې مرتبې لرلې او په دغه نړۍ کښې یې هم له دغو سترو مرتبو سره متناسب د خدای په لاره کښې مصائب وزغمل او استقامت یې وکړ او په اختیار سره یې په همدغه دنیا کښې دغه مرتبې وساتلې .

 

تړلې خبرونه
بچوې: قران ، خدای ، انسان ، قرشته
captcha