IQNA

قران مجید څه وايي/3

انسان کوم ډول په کړاونو غلبه کولای شي؟

15:11 - May 23, 2022
د خبر لمبر: 3485822
تهران( ایکنا)- ګډوډیانې او کړاونه داسې شیان دي چې د ناخوښو شرایطو او د بیلابیلو پیښو په دلیل انسان ورسره مخامخ کیږي .

خو انسان په کوم ډول کولای شي د خپل ځان او د نړۍ په هکله د نظر او د لیدتوګو په اصلاح کولو سره په دا ډول کړاونو غلبه موندلی شي؟

«... وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (١٥٥) الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ؛ صبر کوونکو ته زیری ورکړه؛ ځینې کسان چې کله له مصیبت سره مخامخ شول، نو ویې ویل مونږ د خدای یوو او هغه ته ورستنیږو.»(بقره/۱۵۶)

د قران کریم دغه برخه د «استرجاح» په ایت مشهور ده او مونږ ته دغه درس راکوي چې د نعمتونو له زوال څخه هیڅکله خپه نشوو ، ځکه چې دغه لورینې بلکې په خپله مونږ له خدای سره اړه لرو. هغه یوه ورځ بښي او بله ورځ مصلحت ویني او له مونږ بیرته اخلي او هر دواړه موردونه زمونږ صلاح ده .

دغه واقعیت چې مونږ ټول له مرګ وروسته د خدای و خوا ته ورستنیږو ، مونږ ته یادونه کوي چې په نړۍ کښې انسان ټول عمر ژوندی نه وي او د نعمتونو زوال او د لورینو کمښت او یا د لورینو ډیروالی ټول زر تیریدونکي دي او دغه ټول شیان د تکامل د پړاونو د کچ کولو لپاره یوه وسیله ده .

دغو دوو اساسي  اصلونو ته پام کول د صبر او د استقامت د روح په رامینځته کولو کښې ژور اثر لري .

علامه طباطبايي په «تفسیر المیزان» کتاب کښې لیکي هغه وخت چې انسان د پروردیګار په حقیقت او په هر شي باندې د هغه د مالک کیدا  او د اختیار په لرلو باور ولري هیڅکله په مشکلاتو نه خپه کیږي، ځکه چې ځان د کوم شي مالک نه ګڼي  چې د هغه لاس ته په راوړلو یا له لاسه په ورکولو باندې خوشحال یا خپه شي .

ستر مفسر ایت الله قرائتي په تفسیر نور کتاب کښې لیکي: صابران د ځان د بایللو او نورو خلکو ته د پناه د وړلو پرځاې یوازې خدای ته پناه وړي .

ځکه چې د هغوې له نظره ټوله دنیا د درس کلاس او د ازمیښت میدان دی چې باید پکښې وده وکړو .

دنیا د پاتې کیدا ځای نه  دی او د نړۍ سختیانې هم د خدای پاک ج د بې مهرۍ نښه نه دي .

 

تړلې خبرونه
بچوې: قرآن ، صبر ، رنج
captcha