IQNA

مالیزیا کښې د ژواک چاپیریال دوست جوماتونه زیات شوي

15:23 - May 23, 2022
د خبر لمبر: 3485823
تهران(ایکنا)- د مالیزیا هیواد د ژواک چاپیریال او د اوبو وزارت (KASA) په نظر کښې لري

د خلکو د مرستو او د وقف له لارې له ژواک چاپیریال سره اړخ نیونکي جوماتونو ته پراختیا ورکړي .

ایکنا خبري اژانس د برناما (Bernama،)خبري اژانس په قول راپور ورکړ د مالیزیا هیواد د ژواک چاپیریال او د اوبو د وزارت د وزیر مرستیال منصور عثمان وویل د دغه مرستې هدف د جوماتونو د شنې ټیکنالوژۍ د پروژو لپاره ځاې ناستي مالي سرچینو ته اسان  ، چټک  او پایداره لاسرسی دی .

هغه په پلازمینې کوالا لامپور کښې په ګوسبک سیمه کښې د« زید حاریثه» د جومات د پرانیستلو په مراسمو کښې وویل دغه نوښت د ډله ییز مالي تامین په معنا دی چې پکښې هغه پیسې چې د خلکو ، د حکومتي برخې ، د شرکتونو او د غیر حکومتي موسسو یعني این جي او ګانو لخوا ورکول کیږي د جوماتونو د پراختیا لپاره به ولګول شي .

د مالیزیا هیواد دغه چارواکي ډاګینه کړه د دغه کمپاین هدف د شنو جوماتونو د پراختیا لپاره د یو میلیون رینګیټو یعني د دوه لکه اوه ویشت زره ډالرو راغونډول دي .

د شنو جوماتونو کمپاین د مالیزیا د  ژواک چاپیریال او د اوبو د وزارت ، د شنې ټیکنالوژۍ د شرکت او د مالیزیا د اب و هوا د بدلونونو د شرکت (MGTC) او د مالیزیا د اوقافو د ټولنې لخوا له دوه زره شلم  میلادي کال څخه پیل شوی دی .

د لومړیو حسابونو د راپور پراساس په شنو جوماتونو کښې په انرژۍ کښې د سپمه پوټینشل نهویشت فیصده ، د اوبو سپمه تر پینځویشت فیصدو او د کلورین ګازو د خپریدا کموالی تر نهویشت فیصدو پوری دی .

https://iqna.ir/fa/news/4058746

بچوې: مسجد ، مالزی ، اب
captcha