IQNA

امام صادق (ع) ډیر زیات شاګردان روزلي دي

15:07 - May 25, 2022
د خبر لمبر: 3485828
تهران(ایکنا)- حضرت امام صادق علیه السلام علیه السلام د فقه، د تفسیر، د اخلاقو،

 د جغرافیایې، د اقتصاد، د فلکیاتو د علم، د طب او د ریاضیاتوپه شمول د بیلابیلو علمونو په زمینه کښې د اسلامي علمونو یو تر ټولو اغیزشیندونکی شخصیت دی او د هغه شاګردانوپه ټوله اسلامي نړۍ کښې د دیني علومو په پراختیا کښې ستر ظرفیت رامینځته کړ.
جعفر بن محمد الصادق چې په امام صادق علیه السلام مشهور و د درې اتیایم هجري قمري کال د شوال د میاشتې په ۲۵ یعني په ۷۰۲ میلادي کال کښې په مدینه کښې وزیده او په خپل پینځه شپیته کلن ژوند کښې په اسلامي هیوادونو کښې له زیات علمي شهرت څخه برخمن و، په دې ډول چې له بیلابیلو هیوادونو څخه خلک هغه ته ورتلل چې له هغه علم ترلاسه کړي.
امام جعفر صادق(ع) زیات شاګردان وروزل چې یو یې په اتمې میلادي پیړۍ کښې جابر بن حیان دی چې د کیمیا د علم د پلار په توګه پیژندل کیږي.
امام صادق علیه السلام د شیعه مسلمانانو شپږم امام ګڼل کیږي.
د اهل سنتومذهبي مشران په واسطې او له واسطې پرته د حضرت امام صادق(ع) شاګردان دي او هغوې د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د علمي او د اخلاقي شخصیت په هکله یو شمیر مطالب او خبرې بیان کړي دي چې په دوام کښې د هغو یو شمیر برخې لولو:
امام مالک بن انس
محمد بن زیاد وايي:ما واوریدل چې مالک بن انس وايي:«فماكنت أراه إلّا على إحدى ثلاث خصال، إمّا مصلّ و إمّا صائم و إمّا يقرأالقرآن، و مارأيته يحدّث إلّا عن طهارة:.
ما امام جعفر صادق علیه السلام همیشه په دریو ښوحالتونو کښې لیده؛هغه یا لمونځ کاوه،یا یې روژه ساتله یا یې د قران مجید تلاوت کاوه او تل یې د ښه والیو او د پاکوالیو خبرې کولې».
امام ابو حنیفه
امام ابو حنیفه د امام جعفر صادق علیه السلام یو شاګرد دی او د امام صادق په اړه یې ویلي دي:«مارأيت أفقه من جعفربن محمّد
له جعفر بن محمد څخه مو زیات عالم او زیات فقیه کس نه دی لیدلی».
هغه په بل ځایې کښې وایي: «لولا جعفر ابن محمد(ص) ما علم الناس مناسک حجهم:
که چیرې امام صادق نه وائ خلک د حج د ترسره کولو په طریقې او مناسکو نه پږهیدل».
خیرالدین الزرکلي
خیرالدین الزرکلي، د اهل سنتو یو بل مشهور مولف دی چې خپل ارزښمن تالیفات یې پرځاې پریښودلي دي.
هغه په خپل کتاب «الاعلام» کښې د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په هکله لیکلي دي:«امام جعفر صادق علیه السلام په علم او پوهې کښې ستر مقام لري او ګڼ شمیر خلکو له هغه علم ترلاسه کړی دی چې دوه کسان پکښې د اهل سنتو پیشوایان امام ابو حنیفه او امام مالک دي او د هغه لقب صادق دی په دې خاطر چې هیڅکله چا له امام صادق علیه السلام څخه دروغ نه دي اوریدلي».
https://markazi.iqna.ir/fa/news/3975764

captcha