IQNA

په دوبئ کې د میرمنو د قرآني نړیوالو سیالیو په دوهمه شپه هم سیالۍ شوي

7:39 - October 04, 2022
د خبر لمبر: 3486286
ایکناـ(تهران) د میرمنو د ځانګړي دوبئ قرآني جایزې شپږم پړاؤ سیالۍ چې د نړۍ د مسلمانو ټولنو او له یوسل شپږ دیرشو هیوادونو څخه د استازو په شتون سره له شنبې ورځې یعني د  تلې یا میزان دمیاشتې له نهمې نیټې پیل شوي دی ،تر پرون شپې پورې هماغه شان په پرتم سره روانې وې.

ایکناخبری آژانس د اماراتو وام له قوله راپور راکړ، د شیخه فاطمه بنت مبارک په نامې سره دقرآن کریم  دنړیوالو سیالیو فعالیتونه د تلې دمیاشتې له نهمې نیټې  د دوبئ  د  الممزر سیمې د فرهنګ اوعلومو به سمپوزیم  هال کې پیل شوي دي

دغه سیالۍ  دانسان دوستۍ او کلتوري چارو کې ددوبئ دحاکم د سلاکار  او د ددوبئ دقرآن کریم د نړیوالې جایزې د ترسره کونکي کمیټې دمشر ابراهیم محمد بوملحه  او د هنر اوکلتور د سمپوزیم د مدیره پلاوي دمشر بلال البدور  او ددغو سیالیو د منظمونکي کمیټې د نورو غړو او ګډون کونکو پلاؤ او ورسره د ملګرو په شتون سره  د ترسره کیدا په  حال کې دي.

ددغو سیالیو لومړنۍ امتحان د ستمبر له دیرشمې نیټې ترسره شوی ؤ د سیالۍ فعالیتونه د اکتوبر په لومړۍ نیبټه  پيل شوي او تر اکتوبر پنځمې نیټې پورې به دوام ومومي . پایزې دستورې به هم داکتوبر په اوه مه نیټه ترسره شي.

د  دوبئ دحاکم کلتوري سلاکار په دغو سیالیو کې د ګډون دشرائطو په باب ووئيل ، ددغو سیالیو یو شرط دا دی چې کاندید باید له پنځویشت کلونو زیات عمر نه وي  او باید قرآن کریم ئې په تجوید سره بشپړ حفظ کړی وي. هغه ووئيل ، لومړي ګټونکي ته به دوه نیم لکه درهم جایزه، دوهم او دریم ګټونکي ته به هم په ترتبیب سره  دوه لکه او یو لک پنځوس زره درهم او دغه راز په ترتیب سره تر لسم ګټونکي پورې ، ۶۵زره،۶۰ زره،۵۵زره،۵۰زره،۴۵زره،۴۰زره،او ۳۵زره درهمه جایزه ورکړل شي او دغه راز  که ۶۹فیصدو څخه کم  امتیاز هم ترلاسه کړي ،نو هغوي ته به هم شل زره درهمه جایزه ورکړل شي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4089339/%D8%  

captcha