سیاسی ډله: د اسلامی ایران ولسمشر د سباؤن لسیزه د استبداد د پای او پخپل برخلیک د خلکو د واکمنۍ د پیل جشن وباله.
15:45 , 2014 Feb 02
نړیواله ډله: د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای نن د حضرت امام خمینی (رح) په سپیڅلی حرم، د چنګاښ د اوومې د شهیدانو په مزار او بهشت زهرا کښې په شتون سره فاتحه ولوسته او د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر د یاد درناوی یې وکړ .
20:33 , 2014 Feb 01
سیاسی او ټولنیزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت الله سید احمد خاتمی نن پخپلو خطبو کې د سباؤن لسیزې د شپږدیرشمې کلیزې په درنښت سره وویل د حضرت امام خمینی په رهبرۍ د اسلامی انقلاب بری د ایران د ملت لپاره د ۵۷ کلن دیکتاتورۍ او پاچائی نظام په مقابل کې د دین حاکمیت، خپلواکی او آزادی ډالۍ کړه.
15:21 , 2014 Jan 31
سیاسی ډله: د ترکیی لومړی وزیر چی، په کورنیو؛ سیمه ایزو، او بین المللی زمینو کی، د تهران او انقری د همکاریو د پراختیا په موخه،تهران ته راغلئ ؤ؛ پرون مازدیګر د ایران د اسلامی انقلاب د معظم لارښود،او ولس مشر سره، کتنه او خبری اتری وکړې.
19:10 , 2014 Jan 30
ساسی ډله: د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د جنوبی کوریا د پارلیمان له مشر هانګ چانګ هی سره په کتنې کې ټینګار کړی، د ایران په صنعت او د ګیسو او تیلو په بیلابیلو حوزو کې د کوریائی شرکتونو د پانګونې او فعالیتونو لپاره شرائط او زمینه برابره ده.
21:00 , 2014 Jan 28
سیاسی ډله: د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د ملګرو ملتو له پخوانی سرمنشی کوفی عنان او ورسره پلاوی سره په کتنې کې وویل، سیمه ایزې شخړې په کلتوری، اقتصادی بې وزلۍ او بې عدالتیو کې او هم دا راز د دیموکراسۍ په نشتوالی او د بهرنیو عسکرو او د هغوی په لاسوهنو کې جرړې لری .
20:51 , 2014 Jan 28
سیاسی او ټولنیزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت الله محمد امامی کاشانی په اسلام کې د شیعه او سنی مسلمانانو اشتراکاتو ته په اشارې سره وویل د اسلام دوښمنان په سوریه او عراق کې له تکفیری ډلو په ملاتړ سره د مسلمانانو په منځ کې د اختلاف اچولو په لټه کې دی.
18:02 , 2014 Jan 24
سیاسی ډله: د اسلامی ایران ولسمشر وویل نن سبا ایران د سیمې له ډیرو مشکلاتو سره سره کامل ثبات لری او د ولسواکۍ پراساس اداره کیږی .
10:55 , 2014 Jan 24
سیاسی ډله: د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، اعتدال، تعامل، اقتصادی پرمختګ، ټولنیز عدالت او تلپاتې امنیت، د پرمختللې او امنې نړۍ ته د رسېدو لپاره اړین وبلل.
10:43 , 2014 Jan 24
نړیواله ډله: د لبنان النصره ترهګرۍ جبهې چې په سوریې کښې له القاعده ډلې سره نږدې ارتباط لری نن په بیروت کښې د ترهګرې بم چاودنې چې څلور (۴) کسان پکښې ووژل شول ذمه واری پرغاړه واخیستله.
09:20 , 2014 Jan 22
نړیواله ډله: د لبنان د پلازمینې په جنوبی برخه کې شوې د بم چاودنی لامله ۴ تنه مړه او اووه نور ټپیان دی . تر اوسه چا د حملې پړه نه ده منلې .
09:15 , 2014 Jan 22
سیاسی ډله: د اسلامی ایران د مذاهبو د تقریب د ټولنې مشر آیت الله محسن اراکی نن وویل له مسلمانانو سر بیره ټول د خدای منونکی او مؤحدین کولای شی د توحید پر چورلیز یو له بل سره ملګری او غږمله شی .
09:17 , 2014 Jan 20