IQNA

له اسلام اباده دتهران او استانبول په لور د اکو څلورم کنټینري اورګاډی هم روان شو

12:10 - March 20, 2022
د خبر لمبر: 3485560
تهران (ایکنا) - د اورګاډي د سفر وخت،د سمندري لارې په وسیله د شیانو دځاي په ځاي کولو له وخته تقریبا پنځوس فی صده کم  اټکل شوی دی.ددغه کریډور په پرانیستې سره،سیمه ایز سفر  رامینځةشوی او په سیمې کې به د اقتصادي فعالیتونو د رونټیا سبب شي .  

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ ،د اسلام اباد ،تهران او استانبول د اکو کنټینري یا  باری اورګاډی  چې د مختلفو شیانو شپږ کنټینرې ئې  بار کړي ،له پآکستانه د ترکیې په لور وخوځيد.

په راپور کې وئيل شويۍ دي ،دپاکستان د اورګاډي د  ادارط یوې خبرې سرچینې  نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل ود اکو په څلورم اورګاډي کې  چې د استانبول په لور خوځیدلی دی ،درې څلویښت فټي کنټیرنو باندې مشتمل دغه اورګاډی  په پیل کې د روهړي ، سکهر په لورخوځیدلی  او وروسته به  له دې سره له کراچۍ راروان شوي اورګاډی  چې هغه په درو کنټینرو مشتمل دی  دې سره یو ځاي شي   او د  تهران په لور به حرکت وکړي . او راتلونکي اونۍ  به تهران ته او له هغه ځايه  د ترکیې د استانبول په لور وخوځيږي .

 په دغه ریلي پټلۍ باندې د اورګاډي د سفر وخت ، د سمندري لارې په وسیله د شیانو د ځاي په ځاي کولو له وخته تقریبا پنځوس فی صده کم  اټکل شوی دی . ددغه کریډور په پرانیستې سره ، سیمه ایز سفر  رامینځةشوی  او په سیمې کې به د اقتصادي فعالیتونو د رونټیا سبب شي .  

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i113666

captcha