ایکنا-(تهران)ستر دینی مرجع آیت الله علی سیستاني په نجف اشرف کې د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا له یوه پلاوي سره په کتنې کې د افغانستان دم لی پیوستون او وحدت د ساتلو په ضرورت ټينګار وکړ او ددغه هیواد له ولسه ئې د درستو مسلمانانو او نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.
ایکناخبری آژانس د نون خبري آژانس له قوله راپورراکړ،په عراق کې د نړۍ دشعیانو یوه ستر دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاني په نجف اشرف کې پخپل دفتر کې د افغانستان د شیعیانو د عالمانو دشورا له یوه پلاوي سره لیده کاته وکړل.
د آیت الله سیستاني د دفتر د اعلامیې په اساس چې ددغه لوي دینی مرجع په رسمي ویب پاڼې کې خپره شوي،راغلي دي،په دغې کتنې کې د افغانستان دعالمانو د شورا پلاوي د افغانستان د اوسني وضعیّت او ددغې شورا د کړچار په باب آیت الله العظمی سیستاني ته یو مفصل راپور وړاندې کړ.
آیت الله سیبستاني په دغې کتنې کې هغو جنایتونو اوظلمونو ته په اشارې سره چې د افغانستان پر ولس په تیره بیا پر میرمنو شوي او یا کیږي،په هغه څه ډيره خواشیني وښ،دله چې د افغانستان شریف ولس په تیرو څو لسیزو کې زغملي دي .
په عراق کې د نړۍ د شیعیانو دغه ستر مرجع ټينګار وکړ، مسلمانان او نړیواله ټولنه باید د افغانستان ولس په دغه شان شرائطو کې یوازې پرې نږدي او د دوي د کړاؤ د کمولو لپاره باید هیڅ هڅه ونه سپمَوي.
آیت الله سیستاني په افغانستان کې د ملی پیوستون ،وحدت ،داخلی انسجام اوله درستو ملیّتونو اوډلو ټپلو سره د ګډ سوله ایز ژوند په نظر کې د نیولو په ضرورت ټینګار وکړ او وې وئيل، د افغانسان له اوسنیو واکوالانو سره په چلند کې باید له تاؤتریخوالي ډډه وشي او د افغانستان د شیعیانو د عالمانو له شورا هم غواړم،هر هغه څه چې په توان کې ئې لرئ ، دافغانستان د لوي ولس د حقوقو د احقاق لپاره ئې ترسره کړئ.