د ایران بهرنیو چارو وزارت نن د یوې بیانیې په صادرولو سره، د مزارشریف د نه هېرېدونکي او ترخې پېښې د غندلو په ترڅ کې وویل چې د زمري ۱۷مه په افغانستان کې د ایراني ډیپلوماټانو او خبریالانو شهادت د ډېرې ترخې خاطرې یادونه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیانیه زیاتوي چې اوس په افغانستان کې د بی ثباتۍ او کلونو جنګونو په تیرېدا سره، اسلامي ایران په دې باور دی چې د افغانستان له ټولو قومونو، ډلو او پرګنو جوړ د حکومت په راتلو سره د کړېدلي افغانستان لاره د پراختیا، پرمختګ، آبادۍ او د ستونزو پر وړاندې د خلکو د توان د زیاتېدا په لور خلاصېدلای شي.