IQNA

په پاکستان کې د قرآنی خطونو په شکل سره دقالیو طرحه سرخوږئ جوړ کړ

6:29 - February 28, 2024
د خبر لمبر: 3488799
ایکنا-  په پاکستان کې یوې میرمنې په دې دلیل چې دعربی خطونو په طرحې سره ئې قالی اغوستي وو، د قرآن کریم ته د سپکاوي  په خیال سره د ځینو کسانو له خوا سخته  ووهل شوه، خو  کیسه دسپکاوي نه وه.

ایکنا نیوز د  صدای البلد له قوله راپور راکړ، د پاکستان په پنجاب صوبې کې یو شمیر   کسانو  یوه پلي تلونکي ښځه  د هغه قمیص یا خَت  د اغوستو په دلیل چې په عربي ژبه ورباندې د ؛حلوه؛ (ښکلی ) کلمه لیکلې وه ، حمله وکړه او وې وهله.

 دوي د خپل دغه تیري  دلیل  داسې اعلان کړی چې  د هغې ښځې پر قمیص  د قرآن کریم آیتونه لیکلي دي او دا د مقدس کتاب سپکاوی شوی دی.دوي ددغې وهنې دلیل دا وړاندې کوي، چې دا کلمه د قرآن یوه کلمه ده  او په نتیجې کې ئې د اسلام ددین او قرآن کریم بې حرمتي اوسپکاوی شوی دی.

 ددغې پيښې ویډیو  په سوشل میډیا کې خپره شوې او ښئ چې  پاکستانۍ ښځې  چې ډیره ویریدلې ، د یوه ریستوران په کونج کې وحشت وهلي ناسته او خپل مخ ئې په لاسونو سره پټ کړی دی.

په همدې ارتباط د پاکستان یو شمیر  دیني عالمانو  په دې اړه ټينګار کړی دی چې  پر دغه قمیص د ؛حلوه؛ عربی کلمه لیکل شوې ده او دا د قرآن کریم کوم آیت نه دی ، پولیسو له دغو عالمانو غوښتي دي چې د خپل یوه ویډیوئي کلیپ په جوړولو سره دې خلکو ته ووائي چې دغه ښځه بې ګناه ده.

په پاکستان کې د مقدساتو دسپکاوي قوانین په وروستیو  لسیزو کې په بدلیدا دي . په ۱۹۷۲کال کې د مسلمانانو  د ټولنې په دباؤ سره د اساسی قانون ۲۹۵(الف) برخې د نفرت خورونکو څرګندونو قانون تصویب شو. ددغه قانون په اساس ، دبنسټګرو یا د دیني ټولنې هر یوه رهبر  سپکاوی ، جنائي جرم پيژندل کیږي.په ۱۹۴۷ کال کې  دپاکستان هیواد له جوړیدا وروسته  د پاکستان د سزاګانو قانون ته  د مقدساتو له سپکاویو سره  د  مبارزې په باب  څو قانونونه  ورزیات شول .

۱۹۸۰کال څخه تر ۱۹۸۶کال پورې  د پاکستان پوځي حکومت  دمقدساتو د سپکاویو قوانین اصلاح کړل څو نور ئې هم سخت کړي  او د قوانینو د لازیات اسلامی کولو  په موخې سره  او د احمدیه لږکي د اسلامي څیرې په نفي کولو سره ئې نوي مادې ورزیاتې کړې.د ۱۹۸۷ کاله تر ۲۰۱۷ کال پورې  په مودې کې  د مقدساتو په سپکاویو  څه دپاسه ۱۵۰۰کسان تورن  او په دغو تورونو کې لږترلږه ۷۵ کسان ووژل شول .

همداراز د ۲۰۲۳کال په جنورۍ کې د پاکستان ولسی جرګې په دغه هیواد کې د مقدساتو له سپکاویو سره د اړونده قوانینو  له سختولو سره موافقه وکړه چې دا چاره د ځينو لږکیو د اندیښنې وړ وګرځيده. لږکي په دې ویریدل چې  نوي قوانین  د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ  او د مذهبی لږکیو باندې د لازیاتو دباؤنو سبب کیږي.

د مسلمانو لږکیو  سپکاوي ، یوازې دین ته نه محدودیږي، بلکې د نړیوالو مسئلو تر اغیزو لاندې ورځي او په درستې نړۍ کې  مسلمان  لږکي  ددغې سپیرې بلا له امله کړؤل کیږي.

 https://iqna.ir/fa/news/4202250 

captcha