IQNA

د قرآن د علمي اعجاز د نظرئې پلار په اردن کې وفات شو

د قرآن د علمي اعجاز د نظرئې پلار په اردن کې وفات شو

ایکنا - زغلول راغب النجار، د مصر يو مشهور عالم، خطيب او د قرآن کريم د علمي اعجاز له مخکښو څېرو څخه ؤ ، او په  ۹۲ کلنۍ کې  وفات شو.
05:34 , 2025 Nov 11
 د قرآن نندارتون د قرآني ټولنې د يووالي او همدردۍ نښه ده

 د قرآن نندارتون د قرآني ټولنې د يووالي او همدردۍ نښه ده

ایکنا – د ایران د  اسلامي ارشاد او کلتور وزارت د قرآن او عترت  د څانګې مرستيال د درې دېرشم نړيوال قرآني نندارتون د اهميت يادونه  کړې او ټينګار ېې  کړی چې دا نندارتون بايد د ټولو فعالانو په ګډون ترسره شي، ځکه دا د قرآني ټولنې د يووالي او همغږۍ نښه ده.
05:31 , 2025 Nov 11
د پاکستان په واټه کې د ټي ټي پي ترهګرو په کیډېټ کالج حمله ناکامه شوه

د پاکستان په واټه کې د ټي ټي پي ترهګرو په کیډېټ کالج حمله ناکامه شوه

ایکنا- د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره (ISPR) وايي، د «فتنه الخوارج» په نوم د هند ملاتړ لرونکي ډلې ټي ټي پی وسله‌والو ترهه ګرو  پر  واڼه کیډېټ کالج   بريد  کړی   چې  په موقعې د ساتونکو مامورانو له  چټک غبرګون سره مخ شوي دي.
05:27 , 2025 Nov 11
د محصیلینو د قرآن اوعترت ملی جشنواره

د محصیلینو د قرآن اوعترت ملی جشنواره

په اصفهان کې د محصیلینو د قرآن او عترت د ملی جشنوارې د نهه دیرشم پړاؤ پایزې دستورې ترسره شوې
16:55 , 2025 Nov 10
د  وحشي ترهه ګر او جنایتکار د څیرې د بدلولو هڅه(مقاله)

د  وحشي ترهه ګر او جنایتکار د څیرې د بدلولو هڅه(مقاله)

ایکنا- ترکیه او لویدیځ په دې بوخت دي چې د داعش پخواني قاتل او جنایتکار مشر  او  د سورئې د اوسنی مشر ابومحمد الجولاني یوه تش په نامه ملائکه جوړه کړي، خو د سورئې لپاره د بشري حقوقو څارونکې وئيلي دي چې د  ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اوسه پورې په سورئې کې له ۱۱ زرو څخه زیات کسان د دغه جنایتکار جولاني د ټيم  یا  رژیم په لاس وژل شوي دي. له دې شمېرې څخه ۵۹ تنه ئې په زندانونو کې په  شکنجو کې وژل شوي دي.
15:29 , 2025 Nov 10
له جګړې وروسته د غزې له الاقصی پوهنتون څخه ۱۵۰ محصیلین فارغ شول

له جګړې وروسته د غزې له الاقصی پوهنتون څخه ۱۵۰ محصیلین فارغ شول

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په غزه کې د الاقصی پوهنتون نږدې ۱۵۰ زده‌کړیالان د سختو جګړو، کلابندۍ او ښوونیزو ودانیو د ویجاړېدو سره سره بریالي شول چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
10:57 , 2025 Nov 10
په مصر کې په یوه کور کې د اور په پراخو لمبو کې د قرآن سالم پاتیکیدل

په مصر کې په یوه کور کې د اور په پراخو لمبو کې د قرآن سالم پاتیکیدل

ایکنا – د مصر په دمنهور ښار کې په یوه کور کې په اور لګیدنې پسسې ، په دغه کور کې موجود ټول وسایل وسوځیدل  اود کلام الله مجید یوه یوازینئ نسخه پکې باقي پاتې شوې ده.
10:48 , 2025 Nov 10
د مصر اوقاف؛ټول لرغوني مصریان مشرک نشي ګنل کیدلی

د مصر اوقاف؛ټول لرغوني مصریان مشرک نشي ګنل کیدلی

ایکنا- د سعودي عربستان  د مفتي فتواګانو د خپریدا او دوامدار و جنجالونو   او د هغه څه په اوج کې  هغه د  فرعون د وخت  د وړانیو دلیدو  د حرمت په باب  وئيلي وو،د مصر د اوقافو وزارت  د لرغوني مصریانو  ددین  په باب او د دوي د هغه څه  په باب په مفصل توضیح کې  ځيني پوښنې وړاندې کړي او ټينګار ئې کړی دی،  د قرآني شواهدو په اساس، د مشترک په توګه  د ټولو لرغونو مصریانو  بلل  یوه  ناسمه فیصله ده.
10:42 , 2025 Nov 10
پوهنتوني جهاد؛د قرآني کېدو په لاره کې د محصیلینو د مؤمنانه اوخلاق شتون کور

پوهنتوني جهاد؛د قرآني کېدو په لاره کې د محصیلینو د مؤمنانه اوخلاق شتون کور

ایکنا د پوهنتوني جهاد د ادارې  مشر،په پوهنتونونو کې د قرآن او عترت د اونۍ په مناسبت د يوه پيغام  په خپرولو سره، محصیلینو ته بلنه ورکړه  چې د قرآني او کلتوري فعاليتونو په ترسره کولو کې دې ګډون وکړي: پوهنتوني جهاد  په دې زمینې کې ستاسو د مؤمنانه او خلاق شتون کور دی .خپلې ايډياوې او نوښتونه د قرآن  د معارفو د خپرولو په خدمت کې وړاندې کړئ او د علم، هنر او ټیکنالوجۍ په ژبه، د وحي پيغام د ټولنې په ژوند کې راولئ. پوهه شئ چې په دې لاره کې ستاسو هر ګام ، د ايران  د قدرمن ملت  او  د اسلامی امت  د جوړولو لپاره د يوې لا روښانه راتلونکي او انساني لوړتیا لپاره یو ګام دی.
10:30 , 2025 Nov 10
د نړيوالو قرآني مسابقاتو لپاره کلني د۱۵۰ قاريانو او حافظانو ګمارل

د نړيوالو قرآني مسابقاتو لپاره کلني د۱۵۰ قاريانو او حافظانو ګمارل

ایکنا – د ایران د د قاريانو دلیږلو او دعوت کمېټې د دفتر مشر،د قاريانو او حافظانو د نړيوالو قرآني سیالیو د انتخاب او اعزام  د میکانیزم  په څرګند او شفاف کېدو سره،وويل: په کال کې د ایران  له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ پورې قاريان او حافظان د تبلیغي پروګرامونو د اجرا يا په نړيوالو سیالیو  کې د ګډون لپاره  ګمارل کيږي.
14:35 , 2025 Nov 09
ملایشیائي تنظمینو له اسرائیلو سره د معامله کوونکو شرکتونو د بایکاټولولپاره کمپاین پیل کړ

ملایشیائي تنظمینو له اسرائیلو سره د معامله کوونکو شرکتونو د بایکاټولولپاره کمپاین پیل کړ

ایکنا- په ملایشیا کې د فلسطین ملاتړ کوونکي  تنظیمونو او غورځنګونو  له داخلي لویو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې د اسرائیلو له نیواکګرئ څخه د  ملاتړ کوونکو سره تجارت بند کړي.
13:35 , 2025 Nov 09
الازهر د جاکارتا په یوه جومات کې چاودنه سخته محکومه کړه

الازهر د جاکارتا په یوه جومات کې چاودنه سخته محکومه کړه

ایکنا -  د مصر الازهر اسلامي مرکز د انډونشیا په پلازمینې جاکارتا کې په یوه  مسجد کې  چاودنه په سخته  محکومه  کړه  چې په يو تعليمي کمپلېکس کې  واقع دی او دغه چاودنه د جمعې لمانځه په وخت کې رامنځته شوې او د لسګونو کسانو ټپي کېدو لامل شوې.
13:30 , 2025 Nov 09
د روهنګيا قرآن؛ د يوه ځپل شوي لږکي د ژبې د احیاء لپاره یوه ترجمه

د روهنګيا قرآن؛ د يوه ځپل شوي لږکي د ژبې د احیاء لپاره یوه ترجمه

ایکنا - په روهنګيائي ژبې د قرآن د ژباړې پروژه،په داسې شرائطو کې چې د روهنګيا مسلمانان څو لسیزې کیږي،له خپلې خاورې څخه له کډوالۍ او ځورولو سره مخ دي،د اسلام په اړه د پوهې دکمښت د جبرانولو او د روهنګيائي ژبې له ځپلوسره د مبارزې په موخې سره  ترسره شوې ده.
13:25 , 2025 Nov 09
پر تیریو د مرستې او لاسنیوي  مثالونه

پر تیریو د مرستې او لاسنیوي  مثالونه

ایکنا -  په تیریو کې مرسته او لاسنیوی  چې  په  لَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ»  (مائده: 2   آیت شریف کې  ‌ډیر مثالونه لري، چې  په هغو کې  د خلکو پر حقوقو تیری او د هغوی د حیثیّت او ژوند او مال  د امنیت سلبول پکې شامل دي .
11:43 , 2025 Nov 09
د افریقا په واټونو کې د قرآن د ترتیل قرائت کړئ(فیلم)

د افریقا په واټونو کې د قرآن د ترتیل قرائت کړئ(فیلم)

ایکنا-  عرب ژبو کارؤنکو په ټولنیزو چینلونو کې په همداوروستیو کې  په ملاوي هیواد کې د قرآني کړیَو او پروګرامونو دترسره کیدا  یوه ویډیو شئير کړې ده چې ماشومان  پکې  ښودل کیږي  چې  له سختو او مشکل اقتصادي شرائطو سره سره  په ولولې او پرتم  او یوه خاص تاندوالي سره  د قرآڼ کریم په ډله ایز ډول  د ترتیل قرائتونو او تلاؤت  کې حاضریږي.
14:24 , 2025 Nov 08
۱۵