IQNA

اردو ژبه کې؛

د «قرآن په کور کې» کتاب ړومبنۍ ټوک خپور شو

11:22 - August 05, 2015
د خبر لمبر: 3339203
خارجی څانګه: «قرآن په کور کې» کتاب کراچۍ کښې د ایران خانه فرهنګ په مرسته اردو ژبه کښې چاپ او خپور شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، کراچۍ کښې د ایران خانه خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، مهدی محمودیان د دې کتاب لیکوال او فرحناز نقوی، د اردو ژبه ژباړونکې ده.

د ۳۰ ټوکه کتاب قرآن په کور کښې ړومبنۍ ټوک چې د قرآن د آیات او لغات ژباړه ده د ځنې قرآنی مرکزونو په درخواست د کراچۍ خانه فرهنګ ایران په کوښښ په اردو ژبه کې ژباړې نه پس د ۱۴۳۶کال رمضان مبارکه میاشت کښې چاپ شوی.

دا کتاب ډېر خبروونکې دی او د پاکستان قرآن ښوونکې مرکزونو ورته اړتیا لری.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3338214

captcha