IQNA

د مصر ستر مفتي او الازهر د کندوز په جومات ځان مرګي حمله محکومه کړه

16:41 - October 09, 2021
د خبر لمبر: 3484763
تهران (ایکنا) –د مصر الازهر او ددغه هیواد ستر مفتی د افغانستان په کندوز کې دجومات په ضد دچاودنې په محکومولو سره ټینګار وکړ،په جوماتونو او عبادتځایونو او عامو خلکو باندې دحملې عاملان له هیڅ دین او مذهب سره اړه نه لري او له انسانیّته ناخبره دي .

ایکناخبری آژانس دالیوم السابع له قوله راپورراکړ دمصر الازهر اورګان   جمعې لمانځه د اداکیدا په وخت  دافغانستان په کندوز ولایت  کې دشیعیانو دجومات په داخل کې بوږنونکی ترهه ګره حمله  چې پړه ئې تکفیری ترهه ګرې ډاعشي ډلې په غاړه اخستی په کلکه محکومه کړه .

الازهر د هغو درستو ترهه ګرو او تاؤتریخجنو اقداماتو په ردولو سره  چې عبادت ځایونه په  نښه کوي ،ټينګار کړی ، دغه منحرفان  له دیني ارزښتونو ناخبره او غړیدلي دي اوله درستوانساني تکفراتو بې برخې دي  اوهڅه ئې کړې ده چې قصدا د دین انځور خراب کړي .

د الازهر په اعلامیې کې همداراز له ترهه ګرۍ سره د مقابلې او د تاؤتریخوالو او نفرت له دودونکو څخه د فرصت د سلبولو لپاره  لپاره دنړیوالو هلوځلو د یو موټي کیدا په ضرورت ټينګار  شوی دی .

د الازهر د اعلامیې په پاي کې   دافغانستان لهولس  او د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د قربانیانو لپاره  دخداي په درګاه کې  درحمت او د تپیانو لپاره  د عاجلې شفا غوښتنه شوې ده .

داپه داسې حال کې دي چې داعش تکفیری او وحشي ډلې  د افغانستان په کندوز کې دخداي د کور د لمونځ ګوزارو په وینود ککړولو او د څه دپاسه سلو لمونځ ګوزارو د شهیدولو مسئولیّت چې  د پروردګار په درګاه کې سر بسجود وو ،په غاړه اخستی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4003232 

captcha