IQNA

طالبان؛ په تېره یوه میاشت کې مو ۲۵۰ داعشیان نیولي

19:08 - October 21, 2021
د خبر لمبر: 3484830
تهران (ایکنا) –د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نیول شوي ډېری داعشیان هماغه دي چې له زندانونو خوشې شوي  وو۔

ایکنا خبری آژانس د طلوع نیوز له قوله راپور راکړ،د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد په یو لړ څرګندونو کې ووئیل  د داعشی وګړو په ضد ئې عملیات روان دي او په دغو عملیاتو کې ئې په سلګونو داعشیان نیولي دي .
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د داعش له لورې د دوو ځانمرګو او نورو چاودونو د مسوولیت له اخیستو وروسته، د داعشیانو د نیولو او د هغوی د بریدونو د شنډولو خبر ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د داعش اړوند ۲۵۰ کسان نیول شوي دي، داهغه کسان وو چې له بندونو یې تېښته کړې وه. ځينې بریدونه او چاودنې یې چې په پلان کې وې هم شنډې شوې او په سلګونه بریدونه یې هم شنډ کړئ شوي دي.»
دافغانستان یوه پخوانی پوځي جنرال صادق شینواری هم څرګندوي:«د طالبانو  کشفي او استخباراتي ادارې باید د دغې ډلې يعني د داعش مرکزونه او ملاتړي کشف او له منځه یوسي. له هغې پرته دا به په راتلوونکي کې د افغانستان امنیت ته یو جدي خطر وي.»
د امریکا دفاع وزیر هم وايي چې، واشنګټن د داعش پر وړاندې خپلې مبارز ته دوام ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لویډ اسیټن وویل:«له شک پرته موږ به د هغې په اړه خبرې وکړو. هیله من یم چې، له افغانستان وروسته د ناټو د نقش او په افغانستان کې په وروستیو بدلونونو غور کوي. اوسنۍ هڅه مو د داعش پر وړاندې مبارزه ده او زموږ متحدین هم په دې مسله کې رول لري.»
دا په داسې حال کې دي جې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وئیلي:«که چېرې اوس د داعش په وړاندې یو جدي حرکت ترسره نه شي، او داعش په سیمه کې له منځه یو نه وړلی شي، د سیمې ډېرو هېوادونو او خلکو ته به ستر سرخوږۍ رامنځته کړي.»
له بل لوري د روسیې په مشرۍ د ټولینز امنیت د موسیسې د غړو هېوادونو پوځیانو هم د افغانستان او تاجیکستان تر منځ په ګډه پوله کې خپل پوځي تمرینات پیل کړي دي.
د روسیې ولسمشر اوس اوس د منځني ختیځ د پولو په ځینو برخو کې د داعش د شتون په اړه اندېښنه ښودلې او له افغانستان سره پر ګډو پولو د سختو امنیتي تابیاو پر نیول کېدو ټینګار کړی دی
https://tolonews.com/pa/afghanistan-175106

بچوې: طالبان
captcha