IQNA

قرآنی اخلاق د قانون وضع ته اړتیا لري

15:28 - April 17, 2022
د خبر لمبر: 3485693
تهران (ایکنا) – د مصر د الاهزر شیخ په یولړ ټيلیویژني څرګندونو کې د قانون د برابرولو د ضرورت په بیانولو  خلک  د هغو شریفواخلاقو اخلاقو رعایتولو ته چې په قرآن  کریم کې پرې ټينګار شوی دی ،وبلل.

ایکناخبری آژانس د الیوم السابع له قوله راپور راکړ،د الازهر مفتی شیخ احمد الطیب په الامام الطیب پروګرام کې چې د مصر الحیات چینل څخه خپریږي ، ووئيل ، قرآن کریم یو لړ امر او نهي لري ، خو یوه داسې قانون ته اړتیا لري چې خلک هغو ښو اخلاقو ته چې په قران کریم کې ئې ذکر شوی دی اړباسي .

هغه په دوام کې ووئيل ، له بده مرغه ځیني کسان شته چې غلط خبرونه وړاندې کوي ، لکه یو مثال ئې دا چې که ښه کار وویني ، نو پټوي ئې  او که چرته بد کار وویني نو بیا ئې خپروي او تبلیغ ئې کوي ، او که چیرې کوم  بد کار ونه لید ،نو بیا ئې له خپل خانه جوړوي او خپروي ئې .  

شیخ الازهر ووئيل ، دا چې انسان د خپل ځان په باب دروغ واوري، او له ځانه د خپلو بچیانو کورنۍ او میرمن په وړاندې دفاع نشي کولی ،نو بایدددغې ښکارندې د مخنیوي لپاره یو قانون جوړ شي ، په داسې حال کې چې خداوندمتعال  د پټولو  او پرده اچولو امر کوي ، پر دې اساس ،که مسلمان بد کار وویني او یا بده خبره واوري ،نو باید چې پرده پرې واچوي،

د الازهرشیخ ووئیل ،د اسلام ګران پيغمبر د خلکو د عیبونو لټول نهي کړي دي  او په یوه حدیث کې فرمائي ؛د مسلمانانو   عیبونه مه لټوئ، چې  هرڅوک د خپل مومن ورور عیب په لټونې پسې شي ، نو خداوند د هغه عبیبونه رابرسیره کوي .اوداسې کسان خداي تعالی رسوا کوي، نو دغه کارونه مه کوئ، که څه هم پخپل کور هم وي. باید دغه شان کسان توبه وکړي  او  هغه څوک چې د هغه په حق کې ئې بدي کړي وي ، نو پکار ده چې ويې بخښي .

https://iqna.ir/fa/news/4050099/

captcha