IQNA

د سنګاپور ولسمشرې د مسلمانانو د خدماتو قدرونه اوستاینه وکړه

7:21 - July 09, 2023
د خبر لمبر: 3487599
ایکنا-(سنګاپور) د سنګاپور ولسمشر په علمي و اقتصادي زمینو کې ددغه هیواد د مسلمانانو اوڅاره پرمختګ ته په اشارې سره ،  ددغه هیواد ټولنې ته د دوي د خدماتو د دوام غوښته وکړه.

ایکنا د سټریټ ټایمز له قوله راپور راکړ، د سنګاپور ولسمشرې حلیمه یعقوب په یولړ څرګندونو کې ووئيل، ددغه هیواد  مسلمان ملایشیائي ټولنې دتیرې یوې لسیزې په نسبت د کورنۍ په عایداتو کې او دغه راز په تعلیم :ې  اوڅاره پرمختګ کړی دی.

میرمن حلیمه یعقوب په خپلې وینا کې ، د  مسلمانې ټولنې  دقوت د ټکو دفعالیت لپاره ددغې ټولنې توانمنۍ وستایلې  او دا ئې وهڅول چې د ډله ایز پرمختګ لپاره ئې  دیوه بل خیال وساتي .

 هغې ووئيل، هماغه شان چې  دخپل ځان لپاره  لا ښه مقام غواړو ،راشئ  دخدمت دغې روحیې ته دوام ورړو او د ټولنې له خلکو سره مرسته وکړو،څو خپلو خوبونو ته ورسیږي.

 په دغه سیمنار کې کابو  دوه سوه  متخصصانو او مشرانو  ګډون وکړ،څو د ټولنې د پرمختګ لپاره  دنوو آئيډیاؤ په باب بحث وکړي. ددغه سمینار کوربتوب  د سنګاپور د کورنۍ او اجتماعي چارو  وزیر ماساګوس زولکیفلي  چې همداراز د مسلمانانو د چارو مسئول وزیر  هم دی ، په غاړه درلود.

یک زن مسلمان رییس‏ جمهور سنگاپور شد | خبرگزاری دید

د سنګاپور ولسمشرې میرمن حلیمه یعقوب  دغه راز ووئيل، سږکال  ټولنې خپلو ځوانانو ته سترګې نیولي دي څو  ددغې پیښې ځيني برخې  مهمې او هراړخیزې شی . هغې پر ځوانانو غږ وکړ څو پخپلې خوښې دې د عام المنفعه خدماتو کې ګډون وکړي.

 هغې هماراز دټولنې لپاره  په ښو نوښتونو کې د ځوانانو  د ګډون   او د هیواد په پراختیا کې د کورنۍ د رول اهمیّت ته د پام  او توجه غوښتنه هم وکړه.

سنګاپور د جنوب ختیځې آسیا  یو هیواد دی . اسلام د جوهور او ملاکا ټاپوګانو  د ملایشیاوالو له لارې دغه ټاټوبی ته وارد شوی دی.د عربانو،هندیانو  اوایرنیانو مهاجرتونه په دغه هیواد کې د اتلسمې پيړۍ په لومړنیو کې د اسلام د پراختیا سبب شوی دي.

د سنګاپور حکومت سیکولر دی او اسلام د دغه هیواد یو رسمي دین حسابیږي. د پی اي ډپلیو څيړنیز مرکز د راپور په اساس  په 2010 کال کې د مسلمانانو آبادي اوه لکه شل زره نفوسه وه.

https://iqna.ir/fa/news/4153514

captcha