IQNA

په غزه کې د 1471 قاریانو په ګډون سره د قرآنکریم د ختم مراسم ترسره کېږي

8:05 - August 12, 2023
د خبر لمبر: 3487775
ایکنا – (فلسطین) 1471 نارینه او ښځینه قاریان چې د غزې په تړانګه کې د "غوره حافظانو 2" طرحې په چوکاټ او د یوې غونډې په ترڅ کې د قرآنکریم د ختم مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.

ایکنا د صفا په حواله راپور ورکوي چې، د قرآنکریم دغه غونډه د «منتخب حافظانو » طرحې د دویمې دورې په چوکاټ کې ترسره کېږي او لومړۍ پړاو یې تېر کال د غزې په تړانګه کې د قرآن او نبوي ستنوم د کور په هلوځلو سره ترسره شو چې له تود هرکلي  سره مخ شول. 

په غزه کې د قرآني حفظ مرکز کې د الجعفراوي کور د عامه اړیکو او رسنیو مدیر ناجي الجعفراوي څرګنده کړه: «منتخب حافظان » د قرآنکریم یوه ستراتیژیکه طرحه ده چې په روان کال کې به یې دویم پړاو ترسره شي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه طرحه به سږ کال په ښه کیفیت سره تطبیق شي.

د الجعفراوي په وینا، په دې پلان کې، د قرآنکریم یو شمېر حافظان په دوو ډلو کې د ښځو او نارینه وو په ګډون، له سهار څخه تر ماښام پورې په یوه غونډه کې قرآن کریم ختموي.

د «منتخب حافظانو » پروګرام لومړی پړاو تېر کال د غزې د قرآن او سنتو د مرکز په هڅو او د ۵۸۱ نارینه او ښځینه وو په ګډون سره ترسره شو او د هغې د ترسره کېدلو خبرونه په عربي او اسلامي هېوادونو کې په پراخه کچه خپاره شول.

الجعفراوي وویل: د دغې طرحې د دویم پړاو په پیلېدو سره، د قرآنکریم د څه باندې ۳۲۰۰ نارینه او ښځینه حافظانو د تېرې چنګاښ میاشتې په پیل کې د اعلان شوي الکترونیکي لینک له لارې نوم لیکنه وکړه او دغه نوم لیکنه د زمري میاشتې په لومړیو کې پایته ورسېده.

هغه زیاته کړه: له لومړنیو آزموینو وروسته، د دغو حافظانو له جملې څخه ۱۴۷۱ تنه د قرآنکریم د ختم په پروګرام کې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره وټاکل شول.

د الجعفراوي په وینا، د قرآنکریم غونډه به د روانې میلادي میاشتې په نیمایي کې د نارینه وو لپاره د امام شافعي په جومات کې او د ښځو لپاره په التقوا او فلسطیني جومات کې ترسره شي.

هغه ټینګار وکړ: دغه پلان تېر کال په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره، د غزې په تړانګه کې عملي شو. په غزې تړانګه کې ۵۵ زره نارینه او ښځې د قرآنکریم حافظان ژوند کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4161719

captcha