IQNA

د قرآن په ملاتړ د سویډني مسلمانانو او عیسویانو ګډ پروګرامونه

15:56 - August 16, 2023
د خبر لمبر: 3487797
ایکنا – (سویډن) د سویډن پلازمېنې ته څېرمه د مسلمانانو او عیسویانو یوه ډله پلان لري چې د ګډو پروګرامونو په جوړولو سره، د قرآن او اسلام په اړه د خلکو پوهاوی لوړ او د اسلامي مقدساتو له سپکاوي سره خپل مخالفت څرګند کړي.

ایکنا د آناتولي په حواله راپور ورکوي چې، مسلمانان او عیسویان له کلونو راهیسې د سویډن د پلازمېنې ستاکهولم په څنډه کې د فیسکساترا (Fisksatra) په سیمه کې سره یو ځای ژوند کوي.

دوی په ګډه د "سولې لمونځ" ترسره کړی، کلتوري جشنونه یې تنظیم کړي او حتی پلان لري، چې یو بل ته نږدې خپل عبادت ځایونه جوړ کړي.

دا همغږي په سویډن کې د مسلمانانو پر مقدساتو باندې د سپکاویو په وروستۍ څپې سره آزمویل شوې ده، مګر د فیسکساترا خلک هوډ لري چې په ګډه دا ننګونه لرې کړي. د جولای په میاشت کې، د فیسکساترا مسلمانو او عیسوي ټولنو غړو د ستاکهولم په میدبورګپلاتسین چوک کې په ګډه د قرآنکریم د سپکاوي په اړه اعتراض وکړ. 

کارل دهلبیک، د سویډن د ناکا ټولنې د کلیسا مرستیال، د هغو کسانو له ډلې څخه وو چې د پیوستون ښودلو لپاره یې برخه اخیستې وه. هغه له آناتولي سره په مرکه کې، وویل: دا یوه اغېزمنه پېښه وه. ډېری مسلمانان ماته راغلل او د قرآن سوځونې پر ضد په لاریون کې د ګډون له امله یې مننه وکړه. دوی غوښتل زما سره انځور واخلي.

د سویډن اسلامي کلتوري حلقې (ICC)، چې په ستاکهولم کې میشت مسلمان سازمان دی، ویلي چې دا مظاهره تر ټولو لویه وه چې خلکو ته یې د خپل نظر څرګندولو لپاره سوله ایزه لاره ورکړ.  ICC په پام کې لري چې د اسلام او د هغې د سپېڅلو کتابونو په اړه پوهاوی لوړ کړي.

د سویډن د اسلامي حلقې د یوه چارواکي محمد عقیب په وینا، د فیسکساترا مسلمان او مسیحي ټولنې به له یو بل سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه: "موږ به په کلیسا کې یو پروګرام جوړ کړو چې پکې به دعا او د قرآنکریم تلاوت وشي."

دغه ډله به د قرآن په اړه د ټولنیزو رسنیو په پلیټ فارمونو کې د تعلیمي ویډیوګانو سره په سویډني ژباړه کې د قرآن کریم نسخې هم توزیع کړي. همدارنګه په پام کې لري چې د عربستان یو مشهور مسلمان عالم ته بلنه ورکړي چې د سویډن په لویو چوکونو کې د قرآنکریم تلاوت وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4162586

captcha