IQNA

د پیغمبرانو روزنیزه طریقه؛ موسی (ع) / ۲۴

د حضرت موسی (ع) په کیسه کې انصاف

16:41 - August 28, 2023
د خبر لمبر: 3487868
ایکنا - (تهران) لکه څنګه چې هر څه پر خپل ځای پرېښودل د عدالت تعریف دی. په اصل کې، هر جرم (لوی یا کوچنی) د بې عدالتۍ سبب کېږي. له همدې امله، په ځانګړو شرایطو کې د یوې ډلې د مشر عادلانه چلند، کولای شي د دوی د ژغونې لامل شي.

موږ انسانان، د خپل ډول هغه څوک چې د نورو پر وړاندې بد نیت نه لري، د دوی حقونه نه تر پښو لاندې کوي، د خلکو ترمنځ تبعیض نه کوي، په هغه څه کې چې د هغه د حکومت او ادارې په ساحه کې وي، په خورا بې طرفۍ سره، ټولو ته په یو ډول ګوري، د نورو په شخړو او لانجو کې د مظلوم ملاتړی او د ظالم دښمن دی. داسې سړی د دې ډول کمال (یعنی عدالت) درلودونکی او هغه خپله عادل" او د هغه طریقه د "تعریف او ستاینې" وړ ګڼو.

نو له دې امله،  مربي باید له نورو سره په خپلو خبرو، عملونو او دريځونو کې عدالت مراعات کړي او اصول د دوستۍ او اړيکو قرباني نه کړي او د خپلو خپلوانو او غیر مستحقو لپاره هېڅ امتياز  ور نه کړي. ځينې د دوستۍ او اړيكو په خاطر، حق تر پښو لاندې كوي او ځينې بیا د حق په لاره كې، دوستۍ ته پام نه کوي، چې دا يو ارزښتمن عمل دى.

حضرت موسی (ع) د حق په لاره کې دوستي او ورورګلوۍ ته پام نه کوي او له همدې امله له عدالت څخه سرغړونه نه کوي.

ټاکل شوې وه چې حضرت موسى (ع) بايد د خداى د ميقات لپاره له خپل قوم څخه د ٣٠ ورځو لپاره جلا شي. په دې دېرشو ورځو کې لس ورځې نورې هم زیاتې شوې او په بني اسرائیلو کې افواهات پیل شول، ګڼو خلکو د خوسکۍ عبادت ته مخه کړه او د حضرت موسی علیه السلام ورور حضرت هارون چې څومره هڅه هم وکړه چې د دې شرک مخه ونیسي،وې نشو کړای.

حضرت موسى (ع) له څلوېښتو ورځو وروسته کله چې خپل قوم ته راستون شو، خپل قوم یې وليد چې د خوسکي عبادت کوي، په غوسه شو او خپل ورور یې ملامت کړ: «وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِنْ بَعْدِي  أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ  وَأَلْقَى الْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ  قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُوا يَقْتُلُونَنِي فَلَا تُشْمِتْ بِيَ الْأَعْدَاءَ وَلَا تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ؛ او كله چې موسى خپل قوم ته په غوسه او غمجن حالت راستون شو، وويل: له ما څخه وروسته، تاسو زما لپاره بد ځای ناستي وئ (او زما دين مو تباه)! آيا تا د خپل رب د حكم (او د هغه د میعاد د مودې د غځولو) په اړه بېړه وكړه، ( او ژر مو قضاوت وکړ؟!، بيا يې تختې وغورځولې او د خپل ورور سر يې ونيولو (او په غوسې سره يې خپل لوري ته وخوځاوه). هغه (هارون) وویل: زما د مور بچیه! دې ډلې زه تر فشار لاندې راوستم او کمزوری کړم او نږدې وه چې ما مړ کړي، نو داسې کار مه کوه چې دښمنان ما شرمنده کړي او ما د ظالمانو په ډله کې مه راوله.» (الاعراف: ۱۵۰)

دیني مشران باید د خپلو خپلوانو او دوستانو د اړیکو له امله د مجرمو چارواکو استیضاح له پامه ونه غورځوي. د ګناهګار په سزا د دین د دښمنانو خوښي باید د هغوی د سزا د معافیت لپاره عذر نه وي، ښکاره خبره ده چې حضرت موسی (ع) پوهېده چې د هارون استیضاح به د دین دښمنان خوشحاله کړي مګر هغه عدالت ومانه او له دې امله یې هغه مجرم وګڼلو او د سزا پریکړه یې وکړه.

دې کار په بشپړه توګه ښوونیز اړخ درلود، تر څو په دې توګه  لجوج خلک د خپلې خطا ژوروالی او د خپلو اعمالو بدوالی درک کړي، څو ژر تر ژره دا صحنه بدله کړي او د خسکي له عبادت څخه بیرته د خدای عبادت ته راستانه شي.

د حضرت موسی (ع) دا کار د دې ښکارندوی دی چې هغه د حق په لاره روان دی، دا ورته مهمه نه ده چې د ګناهګار خپلوان دی او که نه او که ورور یې هم جرم وکړي، سزا به ورکوي.

له همدې امله، کله چې ورور بې ګناه ثابت شو او هارون خپل معقول عمل څرګند کړ، موسی د خپل ځان او خپل ورور لپاره بخښنه وغوښته.

کلیدي کلمې: قرآن، موسی، عدالت، سیرت

captcha