ایکنا د المصري الیوم په حواله خبر ورکوي چې، د سعودي په نړیواله قرآني سیالیو کې د قرغیزي سیال ګډونوال عبدالله ایدوسوف، په خپل حیرانوونکي استعداد سره اورېدونکي حیران کړل. نوموړي د سورت د شمېرې، آيت، سپارې، د سورت د نزول ځای او د مخ د پيل او پای په يادولو سره د قرآنکريم آياتونه په دقت سره حفظ کړي دي.
دغه ګډونوال چې د قرغیزستان له پلازمېنې بشکیک څخه مکې ته د لویې جایزې د ګټلو په هیله راغلی دی، په دولس کلنۍ کې د قرآنکریم حفظ پیل او له درې کلونو وروسته یې د هغه بشپړ حفظ پای ته رسولی دی.
ایدوسف له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د ملک عبدالعزیز د قرآنکریم د حفظ، تلاوت او تفسیر په ۴۳مه نړیواله سیالۍ کې د ګډون په موخه یې لومړی د خپل کلي، ښار ،سیمې د خپل هېواد په کچه په سیمه ایزو سیالیو کې ګډون کړی او د لومړي مقام په ګټلو سره يې په دې سيالۍ کې د قرغیزستان د استازي په توګه ګډون وکړ.
دغه قرغیزي سيال يادونه وکړه چې وروسته له دې چې خداى پاک ورته د ټول قرآن د حفظ کولو توان ورکړ، نو خپل کار يې پرې نه ښود او د قرآن د علومو زده کړې ته يې دوام ورکړ او همدارنګه د قرآن د نزول ځاى، د سورتونو ترتیب، د آیتونو شمېر، د مخونو شمیر، د پاڼې پیل او پای او د سورت پیل او پای يې حفظ هم کړی دی.
هغه د بیت الله الحرام د لیدلو د خپل اوږده خوب د پوره کولو په خاطر، د خوښۍ خبر هم ورکړی دی.