IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/29

د یو غیر مسلمان په وسیله په جاپانئ ژبې د قرآن ریم ژباړه

8:32 - September 21, 2023
د خبر لمبر: 3487987
ایکنا-(تهران) قرآن کریم په جاپانئ ژبه څو ځله ژباړل شوی دی چې په هغو یو ځل  له لومړي نړیوال جنګه 5 کاله مخکې د ؛اوکاوالشومه اي ؛ په وسیله ترجمه شوی ،په داسې حال کې چې اوکاوا مسلمان نه ؤ.

په جاپانئ ژبه  د قرآن کریم یوه ترجمه د اوکاوا شوامه ای په لاس شوې ده. په   Koran نامې سره دغه ترجمه له دوهم نړیوال جنګه پنځه کاله وروسته یعنی د 1950 کال په فرورئ کې  د ؛ایوانامي شوتن ؛ خپرندوئې په وسیله په 963 صفحو کې چاپ اوخپره شوه. 

اوکاوا په ۱۸۸۶کال  کې د جاپان په شمال کې په یاماګاتا سیمې کې زیږیدلی ؤ. وروسته هغه  د ټوکیو پوهنتون  د ادبیاتو د پوهنځي د فلسفې په برخې کې له ختیځي  لیدتوګو او دهندو فلسفې سره آشنا شو . یوې مودې وروسته د ؛منچوری؛  جنوب ریل ګاډي د چارو په شرکت کې په کار بوخت شو .هغه  مختلف ادبی کارونه هم ترسره کول او   د جاپان د خلکو په تفکراتو او لیدتوګو کې د د نظري علومو د یوه کارپوه په توګه مشهور ؤ.

اوکاوا د حقوقو په څانګې یو جدي څيړاند ؤ او په جاپاان کې د ټوکیو پوهنتون څخه ئې په حقوقو کې پی ایچ ډي درلوده. د  اوکاوا له لیکنو مشخصه ده چې هغه د ښونځي په پړاؤ کې  دحضرت محمد (ص)د ژوند کیسه مطالعه کړې او د اسلام له دین سره  د بلدتیا په اړونده تعلیمي دورو کې ئې ګډون کړی دی. خو هغه څه چې اوکاوا  داسلام په باب  له مطالعې او د اسلام دین  په نسبت دلچسپي پيدا کړه،د ؛ګویټې له آثارو سره بلدتیا وه .هماغه شان چې پخپله ئې د قرآن مجید د  خپلې ترجمې د سریزې په لومړنۍ برخې کې  دې ټکي ته اشاره کړې ده.  اوکاوا  له دې وروسته ،دخپل عمر تر پاي پورې د اسلام په باب مطالعې ته دوام ورکړ.

اوکاوا په دیرش کلنۍ کې د قرآن مجید ژباړه پیل کړه . د هغه ترجمه  دتوبې سورې پورې په دوامدار ډول په یوې ځاي مجلې کې چاپ او خپریدله . هغه  له دې سره په یووخت د ؛الحدیث ؛  کتاب هم ترجمه ک ړ او دحضرت محمد(ص)ژوند لیک ئې هم ولیک. په ۱۹۴۲کال کې  ئې د   ؛ له اسلام سره دبلدتیا ؛په نامې سره یو کتاب خپور کړ دغه کتاب چې په جاپانئ ژبه خپور شوی دی ،د یوهع اصیل دین په توګه د اسلام 

له درک اوفهم سره ډيره زیاته مرسته کوي. 

اوکاوا له دوهم نړیوال جنګه وروسته د ټول قرآن مجید د ژباړې په فکر کې شو او دوه کاله ئې ددغه کار لپاره تیر کړل ،څو دا چې په 1950 کال کې  ئې په جاپآنئ ژبه  د قرآن کریم ترجمه خپره کړئ شوه. اوکاوا  د اسلام په باب ډيره زیاته مطالعه وکړه او د اسلام له پیغمبر(ص) سره ئې ډيره مینه درلوده ،البته هیڅکله هم مسلمان نه شو او بلاخره په ۱۹۵۸کال کې په ۷۱ کلنۍ کې مړ شو.

اوکاوا سره له دې چې د  اسلام په زمینې کې ئې ډير اطلاعات درلودل او په څو نورو بهرنیو ژبو هم مسلط ؤ خو په عربی ژبه تر ډیره حده مسلط نه ؤ . د همدې  لپاره ئې  په یوه یاددښت کې داسې لیکلي دي؛ یوازې یو هغه پرهیزګار مسلمان به چې هغه هم په عربي ژبه  مسلط وي ،د قرآن مجید هماغه شان ترجمه  چې ئې وړ دی ،کولی شي.::

captcha