دآیتونو او روایتونو په ارونې سره پوهیږو، چې په اسلام کې زکواة په نورو الهي دینونو کې د زکواة په څير نه دی ،چې یوازې یوه اخلاقي سپآرښتنه اوموعظه وي څو خلک نیکو ته ګروهمن شي او له بخل او امساک څخه ډډه وکړي،بلکې یوه الهي فریضه ده او ورته بې پروائي فسق او کناه ده او ورڅخه انکار کولو سره انسان کافر کیږي.
په اسلام کې د زکواة موردونه ،شرائط او د ورکولو کیفیّت ئې په دقیق ډول مشخص شوی دی او د اخستو مسئولیّت ئې د اسلامی حکومت په غاړه دی او هغه کسان چې د زکواة له ورکولو ډډه کوي،پلټل کیږي او له انکار کونکو سره ئې ضروری ده چې مقابله وشي.
( دمحسن قرائتي له لیکل شوي کتاب؛زکواة؛ څخه اخستل شوی مطلب)