«فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ وَقُلْنَا اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ وَلَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ فَتَلَقَّى آدَمُ مِنْ رَبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ »(بقره: 36 الی 38).
؛پس شیطان له جنته د هغوي د ویستلو سبب شو ؛ او دوي له هغه څه چې پکې هستوګن وو، وویستل شول ، او (هغه مهال) دوي ته ووئيل شول ، ټول( مځکې ) ته لاړشئ ؛ په داسې حال کې چې ځیني نور دښةن به یاست. او د تاسو لپاره پر مځکه ترټاکلي وخت پورې به یوه وسیله او ځائيګی وي، نو بیا آدم له خپل پروردګار څخه ځیني کلمې ترلاسه کړې؛( ورسره ئې توبه وکړه) او خداوند د هغه توبه قبوله کړه،ځکه چې خداوند ډير مهربان او توبه قبلونکی دی.ومووئيل، تاسو دواړه راشئ ،هرکله زما له خوا تاسو ته کوم هدایت راشي ، هغه کسان چې ورڅخه پيروي وکړي،هغه نه ویره لري او نه غمجن کیږي .:
اوس داپوښتنه راولاړه کیږي ،دا ځاي چې په قرآن کې په ډير اجمالی او لنډه توګه ورته اشاره شوې ده چرته دی؟
په دې باب څو نظرونه موجود دي چې له هغو دوه ډير مهم نظرونه دي او له تاسو سره ئې هم شریکوو.
ابن بطوطه پخپلې سفرنامې کې لیکي ، چې په دغه ټاپو ته ورغلی دی .هغه ځاي چې تراوسه پورې ئې خلک حضرت آدم ته بابا او حضرت حوا ته ماما وائي.
په یوه روایت کې راغلي دي چې له امام معصوم څخه پوښټنه وشوه ، پر مځکې ترټولو ښه ټاټوبی چرته دی ،امام بزرګوار په ځواب کې وفرمائيل، هغه ټاټوبی دی چې ورته سراندیب وائي ، او حضرت آدم هغه ته مځکې ته راغلی ؤ.
(عیون اخبار الرضا، شیخ صدوق، منشورات موسسه الاعلمی للمطبوعات، ج2، ص221)
په ځينو روایتونو کې د صفا او مروه دوه غرونه ، دحضرت آدم او حوا د راتلو دځاي په توګه ګڼي. دحضرت امام جعفرصادق علیه السلام په یوه روایت کې راغلي دي چې فرمائي ؛ « فهبط آدم على الصفا ، وإنما سميت الصفا لان صفي الله أنزل عليها ، ونزلت حواء على المروة وانما سميت المروة لان المرئة أنزلت عليها ؛
آدم پر صفا غر ،او دهغه ماندنه پر مروه غر راکوځه شوې ده، او په دې مناسبت چې آدم دخدای غوره شوی ؤ ، صفا غر ئې صفا کړ او په دې مناسبت چې جوا ښځه وه ، مروه غر مروه وبلل شو.
(ترجمه تفسیر المیزان، ج1، ص211).
صَفا او مرَوه ، د مسجد الحرام په ختیځې ساحې کې دوه ټيټ غرونه دي.د تاریخي قولونو په اساس دابراهیم ماندنه هاجر ددغو دوو غرونو ترمینځ. د اسماعیل لپاره د اوبو د لټوَلو لپاره هڅه کوله.صفا غر، داسلام د ګران پیغمبر (ص) د څرنګ دعوت دپیل ځای ؤ.