IQNA

یهودي لابۍ د امریکا لپاره څرنګه فیصلې کوي.؟(مقاله)

15:05 - March 30, 2024
د خبر لمبر: 3488965
ایکنا- د یهودیانو لابي د امریکا په بهرني سیاست کې ځانګړي ځای لري. سره له دې چي یهودیان یواځې د امریکا د نفوس درې سلنه جوړوي، لیکن د امریکا د قدرت په جوړښت کې له ټولو زیات اثرګذاره دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په امریکا کې د یهودیانو لابي مختلفې اجنډاوې مخته وړي، لیکن د هغوی تمرکز د امریکا او اسرائیل په اړیکو باندې دی. له اسرائیل څخه د ملاتړ لپاره هلې ځلې، د یهودي ارګانونو محصول دي چي په کښې له ټولو زیات پیاوړي د (آیپک) سازمان دی.

دغه سازمان په امریکا کې د یهودي ارګانونو د غږملتیا مسئولیت په غاړه لري او د صهیونیست رژیم له ګټو سره، د امریکا د سیاستو په تنظیمولو کې وتلی رول لوبوي. دغه همږغي د امریکا د کنګرس له غړو او د حکومت د جګپوړو چارواکو سره، د اړیکو له لارې تعقیبیږي چي د اسرائیل ګټې، امنیت او دوام تضمین ورکوي.

نن سبا امریکا او اسرائیل  د یوې ځانګړې اړیکې اړخونه جوړوي، له اسرائیل څخه د امریکا د هر اړخیز ملاتړ او د ځانګړو اړیکو له مهمو دلایلو څخه د ایپک په شان د یهودو لابیو شتون دی چي تل د واشنګټن او اسرائیل په وړاندې د ګډو ګواښونو یادونه کوي او امریکایي سیاستوالانو ته وایي چي د امریکا او اسرائیل ملګرتیا د دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره دي.

د یهودو لابي تل هڅه کړې ده چي د قومي او مذهبي اړیکو په کارولو سره، د امریکا په مهمو او فیصله کوونکو ارګانونو کې نفوذ وکړي او د خپلو موخو په لړ کې د امریکا بهرني سیاست هدایت کړي.

ایپک د خپلو اقتصادي او رسندویې وړتیا په کارولو سره د امریکا د کنګرس او ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو د ملاتړ له لارې خپل اهداف تعقیبوي. په داسي ډول چي د ایپک د کارندوالې یو عمده دلیل هم د امریکا په کنګرس کې د هغوی پراخ نفوذ دی، داسي یو ځای چي په کښې اسرائیل له هر ډول نیوکو نه خلاص دی.  سره له دې چي د امریکا کنګرس تل په جنجالې مسائلو بحث کوي لیکن کله چي د اسرائیل مساله وي نو ټوله چوپه خوله پاتې کیږي او له بحث څخه ډډه کوي.

ایپک د امریکا د کنګرس غړو ته د پېسو د وروکولو او د هغوی له تبلیغاتي کمپاینونو د ملاتړ او همداشان د خپلو مخالفانو د منزوي کولو د وړتیا په خاطر ډېر بریالی دی.

همدارنګه د امریکا په اجرایيه قوه کې هم  د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د یهودو د رای ورکوونکو اثرات تر یو حده پوري د ایپک د نفوذ لامل شوی دی، که څه هم د یهودیانو شمېر کم دي خو هغوی د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له کمپاینونو سره، زیاتې مالې مرستې کوي، د کالیفرنیا، فلوریدا، ایلینویز، نیویورک او پنسلوانیا په څېر په مهمو ایالتونو کې یهودیان متمرکز شوي او په ټاکنو کې یې د ګډون کچه هم ډېره زیاته ده.

د اسرائیل او د نړۍ تر ټولو د جنجالې سیمې او په ځانګړې توګه لوېدیځې اسیا په چارو کې د امریکا په سیاستونو باندې د صهیونیستانو د اغیزشیندنې تر ټولو مهم سازمان همدا دی.

که څه هم هیڅ یو استراتیژیک او اخلاقي ملاحظات نه شي کولای له اسرائیل څخه د امریکا د اوسني ملاتړ د کچې توجیه وکړي، خو جان مرشایمر او اسټفان والت د اسرائیل د فشار ډلې او د امریکا د بهرني سیاست تر عنوان لاندې په یوه کتاب کې ادعا کوي چي دغه ملاتړ او غیرطبیعي چلند لامل په امریکا کې د یهودو د لابی پراخ نفوذ دی.

هغوی په دې باور دي چي د اسرائیل لابي په ۲۰۰۳ میلادي کال کې امریکا د عراق جنګ ته ورټېله کړې او د ایران او سوریې سره د اړیکو د جوړولو لپاره د امریکا هڅې خرابې کړي دي.

 

د دې کتاب لیکوالان د اسرائیل لابي په مینځنې ختیځ کې د امریکا د بهرني سیاست د اصلي لوري ورکوونکي په توګه معرفي کوي.

امریکا په عراق باندې د حملې لپاره د یهودو د لابی له خوا وهڅول شوه

د ایپک نفوذ دومره زیات دی چي په زیاتو مسائلو کې امریکایي چارواکي مجبوره شوي دي چي خپل سیاستونه د اسرائیل له سیاستونو سره تنظیم کړي.

ښه مثال یې، د امریکا مخکني ولسمشران دي، چي د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړلو لېواله و خو د ایپک د فشارونو په وجې له دغه سیاست نه پښېمانه شول.

جورج بوش په عراق باندې له بریده وروسته، اعلان وکړ چي د اسرائیل او فلسطین تر مینځ د لانجو د ختمولو لپاره به د فلسطینیانو لپاره د خپلواکه هیواد له رامینځ ته کېدو سره مرسته وکړي، خو سمدستي د ایپک د لابي له غوصې سره مخ شو او له دغې پریکړې نه تر شا شو.

همدارنګه د ایپک په کلنۍ غونډه کې د اوباما وینا نه یوازې د منځني ختیځ د بحران د هواریدو سره مرسته نه وکړه بلکې د مسلمانو هیوادونو د سختو نیوکو لامل شو، خو اوباما دا وېنا د صهیونیست لابي د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره کړې وه.

په دې وروستیو کلونو کې هم هیڅ څوک د ټرامپ په اندازه اسرائیلو ته خدمت نه دی کړي، په داسي ډول چي په مینځني ختیځ کې د هغه ټول اقدامات د نتانیاهو له اجندا سره سم وو، له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د سفارت له انتقاله نیولې، بیا له ایران سره د برجام له موافقې تر وتلو، په ایران باندې د بندیزونو تر لګولو او د سردار قاسم سلیمانی تر ټرورولو پورې ټوله د ایپک او نتانیاهو له خوا ټرامپ ته ابلاغ شوي وو.

ټرامپ په امریکا کې د ایپک له اصلي ملاتړو څخه دی

(دا مطلب د پارسا جعفري دی او له ایران ډيپلماسۍ سایټ نه اخیستل شوی دی.)

https://parstoday.ir/ps/news/world-i148352

captcha